د افغان حکومت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد وايي، پاکستاني ځواکونو نن سهار د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې په افغانستان باندې د سپکو او درنو وسلو بریدونه پیل کړل، چې له امله یې تر ۱۲ تنو ملکي هېوادوال شهیدان او له ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
ښاغلی مجاهد وايي، د پاکستان د تېري په ځواب کې افغان ځواکونو ځوابي بريد ترسره کړ او پاکستاني لوري ته یې درنه مرګژوبله واړوله.
نوموړی وايي، د افغان ځواکونو په بريد کې ګڼ شمیر پاکستاني تېري کوونکي پوځيان وژل شوي، پوستې او مرکزونه یې نیول شوي، وسلې او ټانګونه ترې لاسته شوي دي او ډېری نظامي تأسیسات یې هم له منځه وړل شوي دي.
هغه زياتوي، چې د افغان ځواکونو له لوري د سهار په ۸ بجو جګړه کنټرول شوې او ځواکونه په لوړ مورال د خپلې خاورې، حریم او خلکو دفاع ته چمتو دي.