د پنجشېر ولايت مقام په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د سږ کال په اتمه بولۍ کې د دغه ولايت له کانونو تازه استخراج شوي ۳۳۵۷ قراطه زمرد د ۳۳۲۴۵۰ ډالرو په ارزښت وپلورل شول.

سرچينه وايي، په دغه بولۍ کې کورنيو او بهرنيو پانګه والو برخه لرله چې ډېره برخه يې د پنجشېر ځوانو سوداګرو تشکيلوله.

د ولايت مقام په خبرپاڼه کې راځي، چې د پنجشېر د قيمتي ډبرو د کانونو استخراج په دغه ولايت کې د سوداګريزو فرصتونو پراختيا ته زمينه برابره کړې ده.

سرچينې دغه راز د ولايت د رهبرۍ له قوله ليکلي، چې هڅه کېږي په دغه ولايت کې په بېلابېلو برخو کې کاري فرصتونه رامنځته کړي، څو ځوانانو ته کاري زمينه برابره شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version