د سرپرست حکومت مخالفین نن ورځ د خپلو سیاسي او جاسوسي فعالیتونو پټولو لپاره د استبداد، انحصار، حذف او دیکتاتورۍ پر ضد د مبارزې روایت ادعا کوي. دوی هڅه کوي چې ځانونه د آزادۍ، ولسواکۍ او عدالت د مدافعینو په توګه معرفي کړي، خو کله چې د جمهوریت پر مهال د دوی کړنې او تګلارې څېړل کېږي، څرګندیږي چې همدوی د همدې ناوړه پدیدو تر ټولو لوی پلي کوونکي وو. دوی نه یوازې د سیاسي ځواک انحصار کړی و، بلکې د هرې مخالفې رایې د ځپلو او له صحنې د ایستلو لپاره یې پراخ سیستماتیک میکانیزمونه کارول.
همدې مخالفینو تبلیغول چې په غربي ډیموکراسۍ کې د نظر اختلاف د ټولنې د سالم پرمختګ برخه ګڼل کېږي، خو د جمهوریت په دوران کې د ډیموکراسۍ همدې دعوه دارو واکمنانو ټول مخالف سیاسي غږونه د «دښمنانو»، «بې ثباته کوونکو» او تر نورو عنوانونو لاندې حذفول. ګڼ شمېر سیاستوال، ژورنالیستان او مدني فعالان د ګواښونو، بندیزونو او حتی فزیکي تاوتریخوالي ښکار شول. په عین حال کې، د څو محدودو کړیو ترمنځ د واک وېش د خلکو د ارادې استازیتوب ته ستره ضربه رسولې وه.
د انحصار فرهنګ د جمهوریت د واکمنو حلقو له طبیعي خویونو څخه و. دولتي قراردادونه، کلیدي بستونه او سیاسي امتیازات تل د یوې ځانګړې ډلې تر کنټرول لاندې وو. د ملي بودیجې د عادلانه وېش پر ځای، سیمهییز توپیر او شخصي وفادارۍ د امتیازاتو معیار وګرځېدې. په داسې فضا کې د شفافیت او حساب ورکونې ادعاوې د شعار تر کچې پاتې شوې، عملي بڼه یې یوازې په تبلیغاتي غونډو او راپورونو کې تر سترګو کېده.
په جمهوریت کې حذف یوازې د سیاسي مخالفینو فزیکي لرې کول نه وو، بلکې فکري او فرهنګي حذف هم موجود و. هغه ټولنیز قشرونه چې د واکمنو د ایډیالوژیکو یا سیاسي اجنډاوو سره یې همغږي نه لرله، له تصمیم نیوونکو پروسو وشړل شول. دا چلند د ټولنې دننه د بې باورۍ او ژور واټن فضا رامنځ ته کړه، چې تر نن پورې یې منفي اغېزې محسوسې دي.
نن ورځ همدا کسان د استبداد ضد، دیکتاتورۍ ضد او د شمولیت غوښتونکي مبارزې تر نوم لاندې له بهره چیغې وهي، خو دا هر څه د هغوی د تېرې دورې سیاسي ریکارډ، د دوی د ادعاوو او عمل ترمنځ لوی تضاد افشاء کوي او پام ور اوړي. خلک یاد لري چې د جمهوریت پر مهال د واک د دوام لپاره د انتخاباتي درغلیو، پټو معاملاتو او بهرنيو لابيګریو کومې لارې کارول کېدې، له همدې امله، د دوی شعارونه اوس د اخلاص او صداقت پر ځای د سیاسي ځان ژغورنې هڅې ښکاري.
که د افغانستان راتلونکی د رښتیني عدالت او شمولیت پر لور تلل غواړي، نو لومړی باید هغه سیاسي فرهنګ بدل شي چې په کې د دروغجنو شعارونو تر سیوري لاندې ناسمې ارادې پټې شوې وي. مخالفینو ته بویه چې دوی باید د خپلو تېرو کړنو په اړه د حساب ورکولو جرئت ولري. پرته له دې به په دروغجنو روایاتو مبارزه یوازې پر خپلو سیاسي خطاوو او ناسمو چلندونو پرده اچول وي، چې تر شا یې غواړي د ولس د تېر ایستنې او قرباني کولو په قیمت بیا واکمنۍ ته ورسېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.