Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د شریرې ځالې ویجاړی او د پلورل شویو عناصرو د محاسبو ماتولو ورځ
    افغانستان

    د شریرې ځالې ویجاړی او د پلورل شویو عناصرو د محاسبو ماتولو ورځ

    صابر افغانصابر افغان27 فبروري 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان په تاریخ کې، د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت وروستي قاطع او پرېکنده عملیات یوازې یو نظامي غبرګون نه، بلکې د هغو کسانو لپاره د عبرت یو خونړی درس هم دی چې لا هم د پردیو په غېږ کې د خپل کور د ورانولو خوبونه ویني. دا عملیات په ډاګه کوي چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت په وړاندې هر ډول تېری به له داسې توپاني ځواب سره مخ شي چې د دښمن د محاسبو ټولې تلي به ورګډې کړي.

    هغه کسان چې د هېواد له پولو بهر د سیمې د استخباراتي کړیو، په ځانګړي ډول د آی‌ایس‌آی په استیناف او ملاتړ، د افغان ولس د ناارامۍ نقشې جوړوي، باید پوه شي چې د هغوی هر ګام د اسلامي نظام د کشفي او دفاعي ځواکونو تر دقیق څار لاندې دی. د غلامۍ په ځنځیرونو تړلي دا څېرې چې خپله بقا د پردیو په اشارو کې لټوي، باید درک کړي چې د افغانستان په وړاندې د دسیسو میدان اوس د دوی لپاره په یوې داسې لومه بدل شوی چې د وتلو لاره پکې نشته.

    د افغان حکومت د ځواکونو بې سارې وړتیا او د هغوی د ایمان په رڼا کې جوړ شوی دفاعي قوت دا ثابتوي چې دا خاوره نور د نیابتي جګړو او استخباراتي لوبو لپاره بې صاحبه جزیره نه ده. نننی افغانستان یو واحد او مقتدر نظام لري چې د هر شر غوښتونکي د مړوند ماتولو پوره صلاحیت او وسایل په واک کې لري. دا د رعب او رښتیني قدرت هغه انځور دی چې د دښمن په زړونو کې یې لړزه اچولې ده.

    پلورل شویو عناصرو ته د انتقامي عملیاتو پیغام دا دی چې د خپلو بادارانو په وعدو تېر نه وځي، ځکه کله چې د انتقامي تندرونو د راوتلو وخت راشي، نه به یې بهرني پټنځایونه وژغورلی شي او نه به یې استخباراتي مربیان د دفاع جرئت وکړي؛ د تېرو پېښو عواقبو ښودلې چې د افغان ولس د ارادې په وړاندې درېدل یوازې د ځان تباهي او د ابدي ذلت منل دي.

    د عقل او منطق غوښتنه دا ده چې د افغان حکومت ضد کړۍ باید د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه ژوره محاسبه او بیا کتنه وکړي. مخکې له دې چې د پښېمانۍ وخت تېر شي، باید د خپل ملت له کرکې او د قهر له عواقبو ووېرېږي. د افغانستان د دفاعي قدرت فولادي پنجه چمتو ده چې هر هغه لاس غوڅ کړي چې د دې مقدس حریم په لور، په بد نیت راغځول کېږي.

    مخکینۍ مقاله‏مجاهد: د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستاني رژیم درې نورې پوستې فتحه شوې
    راتلونکي مقاله د افغان ځواکونو په انتقامي بریدونو کې د پاکستاني ملېشو د تلفاتو شمېر شاوخوا ۳۰۰ ته لوړ شو

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان پوځي رژیم له خوا د اوربند نقض؛ کونړ کې یې افغان روغتیاپالان په نښه کړي

    19 مارچ 2026

    د مصر الازهر پوهنتون کابل کې د روږدو پر روغتون د پاکستاني رژيم بريد ښکاره جنايت بللی

    18 مارچ 2026

    د پاکستاني رژيم په بريد کې شهيد شوي کسان په ډله‌ييز قبر کې خاورو ته وسپارل شول

    18 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 20 مارچ 2026

    د خیبر پښتونخوا بر قمبرخېلو کې جګړه شوې او بنو کې څلور پولیس تښتول شوي

    ځایي سرچینو خبر ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ اړوند بر قمبر خېلو…

    بلوچستان کې وسله‌وال برید؛ اته پاکستاني عسکر هلاک او ټپیان شوي

    20 مارچ 2026

    د سپاه پاسداران ویاند علي محمد نائیني ووژل شو

    20 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د خیبر پښتونخوا بر قمبرخېلو کې جګړه شوې او بنو کې څلور پولیس تښتول شوي

    20 مارچ 2026

    بلوچستان کې وسله‌وال برید؛ اته پاکستاني عسکر هلاک او ټپیان شوي

    20 مارچ 2026

    د سپاه پاسداران ویاند علي محمد نائیني ووژل شو

    20 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،125 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،148 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.