Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد د جنازې په تابوت وروستي مېخونه ټک وهل کېږي!
    لیکني

    د شر او فساد د جنازې په تابوت وروستي مېخونه ټک وهل کېږي!

    صابر افغانصابر افغان16 سپتمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    راپورونه وایي، په لندن او د ناروې مرکز اوسلو کې د هغه ځای حکومتونه د مخکیني حکومت سیاسي استازولۍ تړي؛ دا وروسته له هغه چې د ا.ا.ا په یوه اعلامیه کې د یادو استازولیو سربېره د یو شمیر نورو استازولیو کړنې غیر قانوني اعلان کړې.

    په دغو استازولیو کې زیاتره یې د شر او فساد د ډلې د راټولېدو ځای وو؛ دغه راز، زیاتره استازولۍ د مالي فساد په مرکزونو بدلې شوې وې او له ا.ا.ا سره یې همکاري نه کوله؛ له یادو استازولیو څخه د افغانانو د خدمت نه بلکې د شر او فساد د تبلیغاتو او شومو اهدافو له پاره ګټه اخیستل کېده.

    په سیاسي برخه کې د پرځېدلي جمهوري نظام وروستۍ نښې همدا سفارتونه او کونسلګرۍ دي چې تر اوسه یې فعالیت کاوه او اوس یې د ډیرو اروپایي هیوادونو له لوري د تړل کېدو راپورونه ورکول کېږي.

    د دغو سیاسي استازولیو له تړلو سره به د جمهوریت کیسه په بشپړ ډول پای ته ورسېږي.

    بلخوا، داسې ویل کېږي چې ممکن له یو څه ځنډ وروسته تړل شوې سیاسي استازولۍ هغو هیوادونو کې د میشتو افغانانو له پاره د کونسلي خدماتو وړاندې کولو په پار ا.ا.ا ته وسپارل شي.

    که داسې وشي نو دا به د ا.ا.ا یوه مهمه لاسته راوړنه وي چې و به کولی شي هلته میشتو افغانانو ته د کونسلي خدماتو تر څنګ د ا.ا.ا سیاسي استازولي هم وکړي او ورو ورو به په بشپړ ډول د سیاسي استازولیو ترلاسه کولو ته لاره هواره کړي.

    ا.ا.ا له دې وړاندې د جرمني په میونیخ کې د تیر حکومت کونسلګرۍ سره ښه روابط جوړ کړي او هغوی ا.ا.ا سره همکاري کوي؛ ا.ا.ا د تېر حاکمیت برعکس دا ځلې په ګڼو هیوادونو کې د سیاسي استازولیو کنټرول ترلاسه کړی دی.

    سره له دې چې ښکاره رسمیت پېژندنه نشته، خو لسګونه هیوادونه له ا.ا.ا رسمي تعامل کوي او ا.ا.ا د افغانستان د یو نماینده حکومت په توګه مني.

    مخکینۍ مقالهله خیالي مقاومته تر خیالي حکومته!
    راتلونکي مقاله د شر او فساد ډله که د نړيوالو جاسوسي سازمانونو نانځکه!؟(۱)

    مربوطه لیکنې

    د جبهاتو ازدحام د ښه راتلونکي که د ناکامۍ نښه ده؟

    11 مې 2026

    ډیورنډ کرښه په رسميت پېژندل؛ د مخالفينو پر تندي تور تاريخي داغ

    6 مې 2026

    د جبهاتو د یووالي ناستې؛ د نفاق که د انسجام پلېټفارمونه؟

    4 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 12 مې 2026

    د سوداګريزو تعرفو پر مټ د چين تسليمول؛ د ټرمپ هغه خوب او خيال چې رښتيا نه شو

    رويټرز په يوه تحليلي راپور کې ويلي، چې یو کال وړاندې ولسمشر ټرمپ وړاندوینه کړې…

    پکتیکا کې لسګونه میله وسلې او زرګونه فیره مهمات ډایاک ته وسپارل شول

    12 مې 2026

    کابل ښار کې به د افغان کارټ امارتي شرکت ستره مرکزي مغازه پرانېستل شي

    12 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سوداګريزو تعرفو پر مټ د چين تسليمول؛ د ټرمپ هغه خوب او خيال چې رښتيا نه شو

    12 مې 2026

    پکتیکا کې لسګونه میله وسلې او زرګونه فیره مهمات ډایاک ته وسپارل شول

    12 مې 2026

    کابل ښار کې به د افغان کارټ امارتي شرکت ستره مرکزي مغازه پرانېستل شي

    12 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،162 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،098 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،201 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.