Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د شر او فساد لارویان د بشري حقونو واقعي ناقضین دي
    تورې څېرې

    د شر او فساد لارویان د بشري حقونو واقعي ناقضین دي

    صابر افغانصابر افغان10 دسمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د شر او فساد ډلو غړي د پرځېدلي جمهوریت د هغه امنیتي او سیاسي بنسټونو مشران او غړي دي، چې د امریکايي یرغل پر مهال یې د بشري حقونو په تېریو، د ملکي وګړو پر وژنې، شکنجو او بې ګناه وګړو په زنداني کولو، اختطاف او نورو ورته مسایلو کې مستقیم ښکېل وو.

    د پرځېدلي جمهوریت د حاکمیت پر مهال د قدرت جزیرې جوړې شوې وې، د هرې یوې زورواکې ډلې او بانډ مشر ځانګړي شخصي زندانونه درلودل، په یادو زندانونو کې دوی هغه افراد ساتل، چې محض لفظي مخالفت به یې کاوه، یا به هم د پیسو ترلاسه کولو لپاره تجاران له اختطاف وروسته په کې ساتل کېده، دغه شخصي زندانونه د فزیکي شکنجو مراکز وو او د شخصي ګټو لپاره استفاده ترې کېده.

    د پرځېدلي جمهوریت اړوند رسمي زندانونه هم د سختو رواني او فزیکي شکنجو داسې مرکزونه وو، چې یاد او اثار یې د ژوندیو خلکو په ذهنونو او بدنونو کې لا هم پاتې دي؛ باګرام، پُلچرخي، د ملي امنیت د ولایتي ریاستونو نظارتخانې، مخفي زندانونه، چهل ریاست، نویم ریاست او څو نور زندانونه اکثر له داسې انسانانو ډک وو، چې په کلونو یې د جرم په اړه د پلټنې هڅه لا نه کېدل.

    د شل کلن جمهوریت د همدې زندانونو، قدرت جزیرو او واک پر ګدۍ ناست مشران او مسؤلین د بشري حقونو د نقض واقعي مسؤلین دي، دوی د جمهوریت پر مهال بهرنیو یرغلګرو او یرغلګرو بیا دوی ته اجازه ورکړې وه، چې پر افغان ولس بې درېغه ظلمونه وکړي. همدا د شر او فساد لارویان د سړې جګړې پر مهال هم د بشري حقونو ناقضین وو.

    د شر او فساد لارویان، د خپل حاکمیت پر مهال د امریکايي یرغل پر مهال له هغوی سره په ګډو عملیاتو کې هم د بشري حقونو په پراخو سرغړونو کې ښکېل وو، دوی د بهرنیو ځواکونو په شپنیو عملیاتو او چاپو کې د بې ګناه ولسي وګړو په وژلو او ربړونو کې د بهرنیو یرغلګرو نږدې همکاران پاتې شوي او په هره بشر ضد کړنه کې یې دخیل وو.

    د جمهوریت د حاکمیت پر مهال د شر او فساد د مشرانو او بهرنیو یرغلګرو له خوا د بشري حقونو د نقض په اړه ګڼ شمېر راپورونه او شواهد د نړیوالو بنسټونو، په ځانګړې توګه “امنستي انټرنېشنل” او “هیومن رایټس” لخوا خپاره شوې دي، چې د دوی له خوا د بشري حقونو د نقض په اړه څرګند دلایل بلل کېدای شي.

    د بشري حقونو نړیوالو دعوه دارو په افغانستان کې د جمهوریت د حاکمیت او د هغه له پرځېدو وروسته بیا هم هڅه نه ده کړې چې دغه چارواکي د بشري حقونو د ښکاره نقضونو له امله محاکمه کړي، یا هم بندیزونه پرې ولګوي، بلکې نړیوالو سازمانونو د دوی ملاتړ کړی او د جګړې لپاره یې پر شا ټپولي دي؛ ښکاري چې نړیوال د بشري حقونو د نقض په موضوع کې بې پرې نه دي او دوه مخی چلند کوي.

    مخکینۍ مقالهد بشارالاسد د وحشي رژيم له زندانونو څخه د نړۍ په کچه د سترو جنايتونو پېښې رابرسېره کېږي
    راتلونکي مقاله د بشري حقونو ناقضین د وخت واکمنان وو

    مربوطه لیکنې

    د تېري په وړاندې د افغان حکومت د مخالفينو خيانت او بې‌ننګي

    15 مارچ 2026

    د مخالفينو د شعاري يووالي واقعیت

    14 مارچ 2026

    د مقاومت جبهې هېواد پلورونکي غړي او پلویان

    13 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 22 مارچ 2026

    د اسرائیل پر عراد سیمې د ایران توغندیز برید ۲۲۰ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    المیادین د اسرائیلي رسنیو له قوله راپور ورکړی، چې د اشغال شوي فلسطین پر «عراد»…

    سپوټنیک: امریکا له ایران سره جګړه کې په ورځني ډول شاوخوا یو میلیارد ډالر لګښت کوي

    22 مارچ 2026

    سوډان کې پر یوه روغتون برید ۱۵۳ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    22 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اسرائیل پر عراد سیمې د ایران توغندیز برید ۲۲۰ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    22 مارچ 2026

    سپوټنیک: امریکا له ایران سره جګړه کې په ورځني ډول شاوخوا یو میلیارد ډالر لګښت کوي

    22 مارچ 2026

    سوډان کې پر یوه روغتون برید ۱۵۳ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    22 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،126 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،148 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.