Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د شر او فساد ډله د هوس پاللو لپاره په هېواد او هېوادوالو هر ډول سودا ته چمتو دي!
    تورې څېرې

    د شر او فساد ډله د هوس پاللو لپاره په هېواد او هېوادوالو هر ډول سودا ته چمتو دي!

    عمران آغاعمران آغا1 نوومبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: سلمان باور

    په تېرو څو کلونو کې، افغانستان د یوه داسې حالت شاهد وو، چې پکې د ژوند کړۍ را تنګه شوې وه او خلک د مسعود، امرالله صالح، دوستم او عطانور د بې جلبو لنډه غرو له چور چپاول، لنډه غرۍ او ظلمونو تر پوزې راغلي وو.

    د شر او فساد دغه ډله اوس هم هڅه کوي، چې د ناامنۍ په را وستلو، د عامه شتمنۍ په لوټلو او د بې ګناه افغانانو په وژنو د بهرنیو هېوادونو او خپلې نامشروع ګټې خوندي کړي.

    غربي هېوادونه، چې په افغانستان کې امن او ثبات ته په قصدي ډول اهمیت نه ورکوي، نو یواځې د هغو شریرانو او مفسدينو خبرې اوري چې درې لسیزې یې د دوی د وحشتونو لړۍ روانه ساتلې وه.

    دغه د شر او فساد ډله چې افغانستان ته یې په پرله‌پسې ډول مشکلات او بدمرغۍ راوړي، هڅه کوي د افغانستان د حاکم نظام د فعالیتونو په اړه دروغجنې ادعاوې او تبلیغات وکړي ترڅو نړیواله ټولنه د افغانانو له واقعي غوښتنو او هيلو ناخبره وساتل شي.

    په داسې حال کې چې افغان ملت د نوي حاکم نظام څخه راضي او د هېواد د ابادۍ لپاره یې مټې را نغاړلې دي؛ البته ځینې ستونزې شته، چې له هغې هیڅ څوک سترګې نه پټوي خو دا هغه ستونزې دي، چې د شر او فساد ډلې د خپل هوس د اشباع کولو لپاره د هېواد په ټوله ځمکه کې تیت کړې وې، چې اوس الحمدلله کابو ۸۰ سلنه له منځه وړل شوي دي.

    خو د دې باوجود د شر او فساد ډلې پر خپلو منفي او له حقیقت څخه لرې تبلیغاتو تمرکز کړی ترڅو نړیوالو ته د افغانستان غلط انځور په وړاندې کولو سره خپله د شیطانت او لنډه غرۍ پروژې ترسره کولو ته له بهرنیو مالي سرچینو ملاتړ پیدا کړي.

    د دې ډلو هڅې یواځې غربي هېوادونو کې محدودې پاتې شوې نه دي، بلکې دوی د ځینو اسلامي هېوادونو چې نظامونه د غربي اهدافو لپاره په سیمه کې جوړ شوي وي، هم کار کوي چې څه موده وړاندې هندوکش‌غږ د هغه جاسوس ویډیو خپره کړه چې پکې یې د پاکستان د آی ایس آی استخباراتي ادارې لخوا هم د بُغاتو ډلې (تش په نوم د مقاومت جبهې) افغانستان د واخان، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل د بې ثباته او ناامنه کولو پروژه اخیستې وه.

    افغان ملت په تېرو لسیزو کې د کورنیو او نیابتي جګړو له سختو تجربو سره مخ شوی او تر ډېرو قربانیو وروسته د ثبات یوه پړاو ته رسېدلی دی؛ اوس د شر او فساد دغه کړۍ هڅه کوي چې د افغان متحدو قومونو ترمنځ بې اتفاقي او نفرت پیدا کړي او په ټولنیزو رسنیو کې د زاویه نیوز، د اسرائیلو په پر مټ جوړ شوي د انټرنیشنل او امو تلویزیونونه ناسم خبرونه، د قومونو تر منځ تفروقې او تبلیغات خپروي ترڅو افغانستان یو ځل بیا د وینو په سیلاب کې ډوب کړي؛ خو له نېکه مرغه، د افغانانو عامه پوهاوی شوی او ازمایل شوی د شیطان لارویان یې پېژندلي دي.

    د افغانستان د ابادۍ لپاره پښتون، تاجک، هزاره، پشه‌يي او ازبک قومونو په ګډه مټي بډوهلي دي؛ د افغانستان قومونه اوس په دې پوهېږي چې دوستم، مسعود، امرالله صالح، عطاء محمد نور او په ټوله کې د شر او فساد ډلې د ګټو لپاره خپل منځي وینې تویول لېونتوب او د ځان، کورنۍ، قوم او هېواد سره خیانت دی او دا یې درک کړې ده چې د خپل هېواد د راتلونکي لپاره یووالی او له یو، بل سره په ګډه همکارۍ کار کول څومره اړین او په بهر کې د پرتو لنډه غرو ناوړه ارمانونه له خاورو سره خاورې کول څومره ضرور دي.

    د افغانستان نا امني د سیمې په شمول د نړۍ ټولو هېوادونو ته ګواښ جوړېدلی شي، نو په بناء یې غربي هېوادونه باید حقیقت درک کړي، له دروغو او شایعاتو تېر شي او باید وپوهېږي چې افغانان په خپل حاکم نظام کې له امنیت، ثبات او خپل ټولو حقوقو څخه برخمن دي او د افغانانو رښتینې غوښتنه همدا ده چې په کور دننه له نیواک او نیابتي جګړو خلاص چاپېریال کې ژوند وکړي او خپل هېواد د خپلو هڅو او زحمتونو په مټ آباد او سوکاله کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپښتونخوا کې د شدیدې نا امنۍ دوام؛ تېره میاشت ۸۰ تنه وژل شوي
    راتلونکي مقاله د شر او فساد لارویان په افغان ولس کې منفور او مردود دي!

    مربوطه لیکنې

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025

    مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه

    19 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    د افغان سرپرست حکومت په وړاندې، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په بهر کې بېلابېلې…

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.