Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد ډلو ټپلو مشران، که د غربي او شرقي تاړاک نږدې مزدوران؟!
    لیکني

    د شر او فساد ډلو ټپلو مشران، که د غربي او شرقي تاړاک نږدې مزدوران؟!

    صابر افغانصابر افغان14 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د یو مؤمن قیادت او ملت پر وړاندې د نامشروع جګړې اور ته لمن وهل حرام عمل دی او لارویان یې د اسلام په رڼا کې باغیان بلل کېږي.

    مونږ په دې لیکنه کې د تاریخ پاڼو او اوسني عصر حقایقو ته ځغلنده کتنه کوو، چې د دې ډلو مؤسیسین او لارویان د تاریخ په اوږدو کې څه ډول خلک وو او اوسني دعوه کوونکي او راپاتې نسل یې څه ډول دی؟د شر او فساد ډلو ټپلو مشران د تاریخ په پاڼو کې د غربي او شرقي تاړاک د نږدې مزدورانو په حیث پاتې شوي دي، چې راغلیو داړه مارانو ته یې تر ټولو ښه چوپړ کړی دی.

    خپلې ملیشې یې د دوی په خدمت کې مؤظف کړې وې، د وحشي صفته شورویانو سره یې د سالنګ او ځینو نورو لویو لارو د امنیت ساتنې تړونونه امضاء کړې وه؛ چې دوی به ورته د لارو امنیت خوندي کاوه او هغوی به په بدل کې پیسې، وسلې او پښتون میشتې سیمي تر اور لاندې نیسي.

    (د ۱۹۸۰م کال تړون)د شوروي ښکیلاک د ماتېده وروسته د خپل منځي جګړې پیل هم بیرته د شر او فساد لارویانو وکړ، چې له امله یې د کابل ښار په ګنډواله بدل شو او اویا زره/۷۰۰۰۰ بې ګناه افغانان پکې قتل عام شول.

    د قومیت او سمتپالنې تر نامه لاندې یې جګړې پیل کړې؛ په ۲۰۰۱م کال کې چې امریکا او ملګرو یې په افغانستان یرغل کاوه، سمدلاسه د شر او فساد ډلې خپلې سیمې او ملیشې په واک کې ورکړې، هغوی په افغانستان کې په حاکم اسلامي امارت بریدونه پیل کړل، په زمیني جګړه کې له راغليو یرغلګرو مخکې همدا فسادیان روان وو.

    په ۲۰۰۱م کال د نومبر په میاشت کې یې پنځه زره/۵۰۰۰ افغانان په ډلیېز ډول په شهادت ورسول او د دښتې لیلې په شګو او خاورو کې یې پټ کړل.

    کله چې یې د جمهوریت په اډانه کې غوښنې وظیفې شوې، بیا یې د افغانانو د قتال لپاره د بلیک واټر، تریپل کینپي او نورو جنګي کمپنیو لپاره په ارزانه دنده ترسره کوله چې په ړندو بمباردیو، او چاپو کې یې عامه وژنه ښه په زور سره کوله.

    نن هم هماغه د بلیک واټر او نورو جنګي کمپینو مزدوران راټول شوي او د خیالي جبهو په جوړولو یې د خپلو بادارانو په غېږ کې غوغا جوړه کړې ده چې ولې افغانانو سره بشري مرستې کېږي؟ ولې د افغانستان پر وړاندې جګړه نه کېږي؟دوی د خپلو پلرونو په څېر او حتی’ له هغوی هم ډېر بې رحمه او له وحشت ډک زړونه لري، چې د افغانانو په ډله ییزه وژنه هم نه دي یخ شوي.

    د شر او فساد لارویان د الله تعالی له احکامو د سر غړاوي سره-سره له افغاني رسم او رواج هم بغاوت کوي، چې د افغانانو د وینې د زبېښلو لپاره هره لاره چاره لټوي.

    دوی په افغانستان کې د غرب او نورو هر هغه هېواد لپاره تر ټولو ارزانه او ژر اماده کېدونکی مزدور پوځ دی.

    په افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا حاکمېدو را وروسته دوی خپل حیثیت بایللی دی، نه پرې داخل د هېواد کې څوک باور لري او نه په سیمه کې.

    دوی ته فقط همدا ورپاتې دي، چې په میډیا کې په افغانانو پسې پروپاګند وکړي او ذهنونه یې مغشوش کړي، خو داسې ښکاري چې دا یې هم نور له وس وتلې ده.

    ځکه په هېواد کې یې هم حیثیت صفر ضرب صفر دی او په نړیواله ټولنه کې هم د باور وړ پاتې نه دي، مجبور دي چې ځان ته په همدې راټولېدنو ډاډ ورکړي.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۶/۳/۱۱ ھ ق.
    راتلونکي مقاله د پښتونخوا حکومت ولې له پاکستاني طالبانو سره مخامخ خبرې کول غواړي؟

    مربوطه لیکنې

    د رسنیزو تبلیغاتو ترڅنګ، د مخالفینو له لوري پر ناتوانۍ او خپل منځي اختلافاتو اعتراف

    12 اگست 2026

    سادات؛ آیا د پاکستان د استخباراتي پروژې یوه بله مهره فعاله شوې ده؟

    12 اگست 2026

    پر بهرنیانو تیکه کوونکي مخالفین؛ زوړ فکر او نوي واقعیتونه

    11 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 12 اگست 2026

    سترې محکمې تېر کال د ښځو د حقونو اړوند ۱۵ زره قضيو ته رسېدنه کړې

    د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيكو او مطبوعاتو رئيس عبدالرحیم راشد هندوکش غږ ته…

    د امر بالمعروف او نهی‌ عن المنکر محتسبينو په تېرو پنځو کلونو کې له اته زرو زیات کوډګران نیولي

    12 اگست 2026

    د رسنیزو تبلیغاتو ترڅنګ، د مخالفینو له لوري پر ناتوانۍ او خپل منځي اختلافاتو اعتراف

    12 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    سترې محکمې تېر کال د ښځو د حقونو اړوند ۱۵ زره قضيو ته رسېدنه کړې

    12 اگست 2026

    د امر بالمعروف او نهی‌ عن المنکر محتسبينو په تېرو پنځو کلونو کې له اته زرو زیات کوډګران نیولي

    12 اگست 2026

    د رسنیزو تبلیغاتو ترڅنګ، د مخالفینو له لوري پر ناتوانۍ او خپل منځي اختلافاتو اعتراف

    12 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،123 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،241 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.