Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد ډلې له ادعا تر عمله؛ د صهیونیزم ملاتړي که د حماس؟!
    لیکني

    د شر او فساد ډلې له ادعا تر عمله؛ د صهیونیزم ملاتړي که د حماس؟!

    صابر افغانصابر افغان22 نوومبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د طوفان‌الأقصی جګړې نه یواځې د صهیونیستانو اصلي څهره ښکاره کړه؛ بلکې د ډېرو بنسټونو، ادارو او واکمنانو نقاب یې هم لرې کړ او د هغوی حقیقت یې ټولو ته څرګند کړ.

    د صهیونیستي رژیم له خوا په غزه کې د زرګونو بې‌ګناه مسلمانانو د قتل‌عام او وحشیانه بریدونو وروسته، بشري ټولنه دوه برخو ته ووېشل شوه؛ یوې ډلې د فلسطین او حماس ملاتړ وکړ او بلې ډلې د انسانیت نقاب لرې کړ او د صهیونیستي رژیم ملاتړ یې وکړ.

    په دې لیکنه کې به د فلسطین په قضیه کې د شر او فساد ډلې دريځ ته لنډه کتنه وکړو، او وبه ګورو چې دا ډله د کفر او ایمان په دې جګړه کې د صهیونیزم په پلوي ولاړه ده، که لا هم د غزې خلکو ترڅنګ ولاړه ده؟

    که یواځې د دې قضیې ظاهري اړخ ته وګورو او د شر و فساد ډلې اعلامیې وڅېړو، ښايي داسې انګېرنه وشي چې دا ډله د غزې له خلکو ملاتړ کوي.

    خو که دې قضیې ته لږ ژوره پاملرنه وکړو، نو وبه‌وینو چې حقیقت بل څه دی، او د دې ډلې د ادعا او عمل ترمنځ ډېر زیات توپیر شته.

    په تېرو نږدې وختونو کې، په یوه لیکنه کې چې سرلیک یې:«په بغاوت جبهه کې د صهیونیسم د پل نښې» و، موږ شواهد او اسناد وړاندې کړي وو چې د صهیونیستي رژیم او د شر و فساد ډلې ترمنځ نږدې اړیکې څرګندوي.

    په دې لیکنه کې به هم یوه بله بېلګه یاده کړو چې څنګه د شر او فساد ډله/بغاوتګر د صهیونیستي رژیم ملاتړ کوي؟!

    د امریکا په ټاکنو کې د ټرمپ بریا د بغاوت‌ګرانو لپاره یوه لویه زړه‌خوښي کېدای شي؛ ځکه دوی هیله لري چې د امریکا نوی ولسمشر به د دوی ملاتړ وکړي او هغوی به خپل غلامان ومني.

    د امریکا د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته، د بغاوت جبهې/شر او فساد ډلو ویاندویانو خپلې ټولې هڅې وکړې چې د ټرمپ پام ځان ته راواړوي او د هغه ملاتړ ترلاسه کړي.

    د همدې لپاره، د ټرمپ د نوې ادارې لپاره د وزیرانو او غړو د ټاکلو هر اقدام یې ستایلی او خوشحالي یې څرګنده کړې ده.

    په دې وروستیو کې، د شر او فساد ډلې ویاند علي میثم نظري، په خپل ایکس پاڼه کې «مارکو روبیو» ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ټاکنه مبارکي ورکړې او هغه یې «د افغانستان ثابت قدمه متحد» او «متعهد او اصول‌پال رهبر» ګڼلی دی.

    دا څرګندونې او د شر و فساد ډلې خوشحالي د «مارکو روبیو» د ټاکلو په اړه په داسې حال کې ده چې د امریکا وګړي او حتی د نورو هېوادونو خلک د دې ټاکنې سره مخالف دي.

    هغه مسلمان مشران چې د «جو بایډن» لخوا د صهیونیستي رژیم ملاتړ ته د اعتراض په توګه د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې ټرمپ ته رایه ورکړه، د «روبیو» د ټاکنې پر وړاندې خپل ناخوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ټرمپ دا اقدام هغوی ناهیلي کړي دي.

    خو ولې د فلسطین ملاتړي او د غزې خلک د «روبیو» د ټاکنې مخالف دي؟
    حقیقت دا دی چې «مارکو روبیو» د صهیونیستي رژیم له سختو ملاتړو څخه دی او څو ځله یې اعلان کړی چې د غزې په جګړه کې له اوربند څخه ملاتړ نه کوي او د حماس د ټولو عناصرو د بشپړ له‌منځه وړلو غوښتونکی دی.

    روبیو په یوه ویډیو کې چې په دې وروستیو کې خپره شوې ده، د یوه خبریال پوښتنې ته په ځواب کې، چې ایا د اوربند غوښتونکی یاست؟ ویلي، برعکس، دی د حماس د ټولو عناصرو له نابودۍ ملاتړ کوي.

    دغه راز، هغه د فلسطین خلک او د حماس مجاهدین «وحشي حیوانات» بللي دي.

    اوس پوښتنه دا ده چې د شر و فساد ډلې مشران څنګه ځانونه د غزې ملاتړي ګڼي، په داسې حال کې چې نه یواځې د صهیونیستي رژیم ملاتړ کوي، بلکې د دې رژیم له ملاتړو سره هم ښکاره ملاتړ کوي او خپل شخصي ګټې آن د خپلو باورونو او عقایدو څخه ورته مهمې دي.

    خپلو شومو اهدافو ته رسېدلو لپاره، هغوی ان دې ته حاضر دي چې د انساني اصولو څخه هم واوړي.

    یادونه: د هندوکش‌غږ لیکنې، مقالې او نظریات یواځې د لیکوالانو خپل نظر څرګندوي، او د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهشر او فساد ډلې د غرب په بنده ګۍ کې خپل ارزښتونه او ځانونه ویلي کړل!
    راتلونکي مقاله د پاکستان طالبانو غورځنګ: کورمه کې پر عامو وګړو بريد غندو او دا ډول کارونه پوځ د خپل موخو لپاره کوي

    مربوطه لیکنې

    د سریع ترور او د مخالفینو د بد برخلیک احتمالي سناریوګانې

    8 جنوري 2026

    د مقاومت ډلې د روڼ سهار دروغجنې وعدې او د بدمرغو ماښامونو واقعیت

    7 جنوري 2026

    د مقاومت ډلې د روڼ سهار دروغجنې وعدې او د بدمرغو ماښامونو واقعیت

    7 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 10 جنوري 2026

    خوست کې نږدې ۱۴ سوه جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

    د عدلیې وزارت وایي، د خوست ولایت د مرکز اړوند په غړومبۍ او مټه چینې…

    ملي دفاع وزارت بې سرنوشته پاتې مجاهدين په خپلو ليکو کې په دندو ګماري

    10 جنوري 2026

    روسيه وايي کېيف کې د قطر سفارت ته د زيان رسولو په پېښه کې لاس نه لري

    10 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خوست کې نږدې ۱۴ سوه جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

    10 جنوري 2026

    ملي دفاع وزارت بې سرنوشته پاتې مجاهدين په خپلو ليکو کې په دندو ګماري

    10 جنوري 2026

    روسيه وايي کېيف کې د قطر سفارت ته د زيان رسولو په پېښه کې لاس نه لري

    10 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.