Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»شر او فساد ډلې د غرب په بنده ګۍ کې خپل ارزښتونه او ځانونه ویلي کړل!
    لیکني

    شر او فساد ډلې د غرب په بنده ګۍ کې خپل ارزښتونه او ځانونه ویلي کړل!

    صابر افغانصابر افغان22 نوومبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    دوهمه او وروستۍ برخه (۲)

    د احمدشاه مسعود له وژلو وروسته د شر او فساد رېښې ختمې نه شوې، د دوی د نه ختمېدلو یو څو دلایل وو، یو دلیل یې دا وو چې احمدشاه مسعود په خپله داسې خلک وروزل چې له ده هم ډېر مکار او وطن فروش وو، دوهم یې دا چې د ده د وژل کېدو وروسته امریکا صحنه کې موجوده وه او هغوی ټول واک د همدې فسادیانو په نوم ووېشلو، چې په دې سره دا ډله نوره هم وپړسېده.

    دوی ته د امریکا له لورې ځینې پروژې ورکړل شوې چې په هغې کې دوی ته ډېرې پیسې پاتې کېدلې او دوی د افغانستان په جګړه کې میلیونران شول؛ له تېرو درېیو کالونو را په دېخوا د شر او فساد ډلې په خارج کې عجیب او غریب فعالیتونه او ډېرې نادرې لري.

    د شر او فساد ډله چې په هدف کې یوه ده، بیا دا خیالي جبهې ولې جدا_جدا دي!؟ مونږ د دوی د تاریخ په ټولو بابونو کې دا لیدلي چې دوی د سودا لپاره په خپله ډله کې ډلې راپیدا کوي، تر څو وکولی شي په اسانۍ سره د هر استخباراتي سازمان د ګټو د خونديتوب لپاره ټټر ووهي.

    خو په دې وروستیو کې دوی د پیسو پر سر د یو بل وژلو ته ناست دي، ډېری اسناد داسې افشاء شول، چې احمدمسعود د دوستم د وژنې پلانونه جوړ کړي وو، همدا ډول په خپله د مقاومت خیالي جبهې په داخل کې اختلافات اوج ته رسېدلي دي، چې له امله یې په میډیا کې ډېری هغه شواهد هم خپاره شول چې دوی پټ ساتلي وو.

    د مقاومت په نوم خیالي جبهې سره د برطانیې او یو څو نورو غربي هېوادونو له لورې یو میلیون ډالر مرسته اعلان شوې چې پرې ټول نښتي او یو بل ته د ټوېټر په سپیسونو کې ښکنځل کوي.

    برطانیه او نور هېوادونه دا پیسې د دې لپاره ورکوي، چې په افغانستان کې د جګړې ور پرانېزي او داسې یو حالت رامنځته کړي، چې د وینو لښتي پکې وبهېږي؛ دوی چې د وطن له خزانو میلیاردونه ډالر وتښتول خو پرې ماړه نه شول او د شر جوړولو لپاره په یو ملیون ډالرو اوس د یو بل وژلو ته چمتو ناست دي.

    پایله!

    د شر او فساد ډله د وطن په ټنډه هغه داغ دی، چې تر نننۍ ورځې ترې د وطن ټول وجود نارامه او خوږمن دی، دوی د ارزښتونو په لیلامولو او وطن په خرڅولو کې دومره ماهر وو/دي، چې پردي خلک یې په زور دې خاورې ته را وغوښتل چې راشئ دلته وینې وبهوئ، هېواد تجزیه او ټوټه کړئ او ټول ارزښتونه لیلام او سپک کړئ.

    فسادیان د دین او وطن اصل دښمنان او بربادونکي دي، چې اوس هم په ټول قوت هڅه کوي، چې په هېواد کې قومي تعصب ته لمن ووهي او د دوی د پلار احمدشاه مسعود لخوا د بل شوي اور مړې سپرغۍ بیا را تازه او د هېوادوالو ارام ژوند لمبه کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد جرمونو نړيوالې محکمې غزه کې د نسل وژنې په تور د اسرائيلو د لومړي وزير د نيولو امر وکړ
    راتلونکي مقاله د شر او فساد ډلې له ادعا تر عمله؛ د صهیونیزم ملاتړي که د حماس؟!

    مربوطه لیکنې

    د سیاسي پروسو د ناکامۍ پیل؛ د ویانا شپږم پړاو ولې وځنډول شو؟

    28 اپریل 2026

    د جبهو او ګوندونو ترمنځ د اختلاف اوج؛ ډيورنډ او راتلونکی وضعیت

    27 اپریل 2026

    د مخالفو جبهو د وسلوال مقاومت تصور؛ یوازینی ملاتړی هېواد او بې‌ ځایه تمې

    23 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 1 مې 2026

    پاکستاني طالبانو تېره مياشت په ۴۰۹ بریدونو کې د پاکستاني رژيم نږدې ۷۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    پاکستاني طالبانو د يوه ځانګړي انفوګرافيک په خپرولو سره ويلي، چې ځواکونو یې تېره اپریل…

    هېواد ته د غير معياري درملو د واردېدو د مخنيوي په اړه نوی ميکانيزم پلی کېږي

    1 مې 2026

    ملګرو ملتونو کې د ايران استازي له ځينو عرب هېوادونو ايران د اوښتو زيانونو د جبران غوښتنه کړې

    1 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو تېره مياشت په ۴۰۹ بریدونو کې د پاکستاني رژيم نږدې ۷۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    1 مې 2026

    هېواد ته د غير معياري درملو د واردېدو د مخنيوي په اړه نوی ميکانيزم پلی کېږي

    1 مې 2026

    ملګرو ملتونو کې د ايران استازي له ځينو عرب هېوادونو ايران د اوښتو زيانونو د جبران غوښتنه کړې

    1 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،162 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،195 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.