‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ استانې نړیوال فورم کې د ګډون په موخه قزاقستان ته په سفر ولاړ.

د یاد وزارت په وینا، ټاکل شوې ښاغلی عزیزي په دې غونډه کې په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو او د هېواد د اقتصادي پرمختګ په تړاو وینا وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې، چې د استانې په نړیوال فورم کې به د نړیوال اقتصاد، اقلیمي بدلونونو، نړیوال امنیت، د تلپاتې پرمختګ او سیمه‌ییزو همکاریو اړوند موضوعاتو ارزونه وشي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version