د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت مرستیال مولوي احمد الله زاهد د چین د ګمرکونو عمومي ادارې له مرستیال سره کتلي دي.

د یاد وزارت په وینا، دواړو لورو د سوداګرۍ، ټرانزېټ او کرنیزو همکاریو د پراخولو په اړه بحث کړی.

ښاغلي زاهد له چینایي لوري غوښتي چې افغان صادراتو ته تخفیف ورکړي، افغان موټرو ته دې د قرغیزستان او قزاقستان له لارې د چین خاورې ته د داخلېدو د اجازې سربېره افغان هوايي شرکتونو ته د ارومچي او نورو چینایي ښارونو ته د الوتنو اجازه ورکړل شي.

له بل لوري د چین د ګمرکاتو ادارې مرستیال ډاډ ورکړی، چې یاد شوي وړاندیزونه به له ډیپلوماټیکې لارې وڅېړل شي او د امکان تر بریده به په کې لازمې همکارۍ وشي.

نوموړي د خبرو پر دوام ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د صادراتو، کرنې او ترانزیټ په برخو کې همکاري وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version