د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده پروان ولایت کې د ۱۷۵ پراختیایي پروژو د چارو پرانیسته کړې.
له یاد وزارت څخه د خپرې شوې خبرپاڼې لهمخې، دغه پروژې د څه باندې ۲۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یاد ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې پلې کېږي.
په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دېوالونو او کانالونو جوړول شامل دي.
د یادونې ده، چې روان کال له دې سربېره د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت له لوري په ګڼو نورو ولایتونو کې هم د سلګونه لویو او وړو پراختیایي پروژو چارې پیل شوې دي.