‏د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي اوزبکستان ته په سفر کې له خپل بیلاروسي سیال، اندری یوګنیویچ کوزنتسوف سره لیدلي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دواړو لوریو د راکړې ورکړې کچې زیاتوالي او له بلاروس څخه د نفتو پېرلو په اړه خبرې کړي.

‏د یاد وزارت په وینا، ښاغلي عزیزي په دې لیدنه کې د بلاروس له پانګوالو غوښتي چې په افغانستان کې په بېلابېلو په ځانګړې ډول د درملو په برخه کې پانګونه وکړي.

سرچینې زیاته کړې، چې دواړو لوریو د وزارتونو د مرستیالانو په کچه د یوه کاري ټیم پر جوړولو هم هوکړه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version