د افغانستان برښنا شرکت رئيس، ملا عبدالحق همکار تاجکستان ته په سفر کې د دغه هېواد د انرژۍ له وزير دلير جمعه سره کتلي.

د یاد شرکت د خبرپاڼې له مخې، دې کتنه کې برښنا سکتور کې د همکاريو پر پياوړتيا او د کاسا-۱۰۰۰ پروژې پر پرمختګونو او ننګونو خبرې شوې دي.

ښاغلي همکار د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د چارو پر چټکتيا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د انرژۍ په سکتور کې ګډې هڅې او همغږي د سيمه‌ييزې اقتصادي ودې او ثبات سره مرسته کولای شي.

له بل لوري د تاجکستان د انرژۍ وزير ویلي، چې یاده پروژه د سيمه‌ييز اتصال، د انرژۍ د تبادلې او اقتصادي همکاريو د پراختيا لپاره بنسټيز فرصت برابروي.

د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې کاسا-۱۰۰۰ پروژه د مرکزي او جنوبي اسيا ترمنځ د برښنا لېږد مهمه پروژه ده، چې عملي چارې يې په کور دننه د پام وړ پرمختګونه لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version