
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دې وزارت وزیر نورالدین عزیزي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د هند په رسمي بلنه، نوي ډیلي ته روان شو.
د یاد وزارت په وینا، د دې سفر موخه د چابهار بندر د ظرفیتونو فعاله کارونه، د هند د پانګونې جلب او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او د سیمي په ټرانزیټي مسیرونو کې د افغانستان د رول پیاوړتیا ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې سفر پر مهال به افغان پلاوی د پراګتي میدان نړۍوال نندارتون له لیدنې سربېره د هند د بهرنیو چارو او سوداګرۍ له وزیرانو، سوداګرو، پانګوالو او د خصوصي سکټور له غړو سره وګوري.
هند ته د افغان پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په لور مهم ګام بلل کېږي او تمه ده چې پایلې به یې د تماسونو په پراخېدو، د سوداګرۍ په وده او د سیمې په ټرانزیټي دهلیزونو کې د افغانستان د رول په زیاتېدو کې اغېز ولري.

