د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د دغه رژیم د کورني امنیت شوری رئیس، نساحي هنګبي له دندې ګوښه کړ.
د راپورونو له مخې، نوموړي دا پرېکړه د هنګبي له خوا غزه کې د عملیاتو له دوام او پر قطر له برید سره د مخالفت له امله کړې.
د صهیونیستي رژیم د کورني امنیت شوری دې پخواني رئیس وړاندې د اکتوبر پر اوومه (پر اسرائیلو د حماس برید) پر مهال د صهیونیستي پوځ ماته تائید کړې او په دې اړه یې د پلټنو غوښتنه هم کړې ده.