Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د طالبانو نړیواله انزوا پای ته رسیدونکې ده
    لیکني

    د طالبانو نړیواله انزوا پای ته رسیدونکې ده

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش1 جون 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    محمد فیصل

    تقریبا درې کاله وړاندې له افغانستانه د اشغالګرو ځواکونو له وتلو وروسته ډیرو داسې ګومان کاوه چې افغانستان به یو ځل د طالبانو د تیر حاکمیت دور ته ور وګرځي او نړۍ به ورسره تعامل و نه کړي.

    هغه مهال د نړۍ د نه تعامل او د افغانستان د بشپړې انزوا لامل تر ډیره کورني مسایل وو، چې اوس د طالبانو د تیر حاکمیت برعکس کورني مسایل بلکل نشته.

    متحد او بې شر و فساده افغانستان د یو امیر تر قومندې لاندې له نړۍ سره په یوه خوله تعامل ته چمتو دی.

    لویدیځ چې په نړیواله کچه یې د افغان حکومت د منزوي کیدو له پاره ډیرې هڅې وکړې، ناکام شوی او د ختیځې نړۍ لوی هیوادونه له افغان حکومت سره د لویدیځ له ویرې پرته تعامل کوي.

    چین له لومړي سره د اقتصادي پالیسۍ په خپلولو سره تعامل ته را وړاندې شوی وو.

    اوس د افغانستان او چین تر منځ سیاسي-اقتصادي اړیکې له بل هر وخت ډیرې ژورې شوې دي.

    ایران او د منځنۍ اسیا نورو هیوادونو هم د تیر برعکس له افغان حکومت سره قوي اړیکې جوړې کړې دي چې د دغو اړیکو بنسټ اقتصادي همکاري ده.

    دغه راز، هند هم د تعامل لاره خپله کړې او نږدې راتلونکې کې به د اړیکو د بدلون شاهدان واوسو.

    روسیه چې په ډیرو ځایونو کې یې لویدیځ ننګولی، د افغان حکومت رسمیت پیژندنه کې ممکن له نورو وړاندې شي.

    روسیه کې له ترهګریز لیست څخه د طالبانو د ایستلو او د افغان حکومت د رسمیت پیژندلو په اړه جدي بحثونه پیل شوي شوي.

    تیره اوونۍ په همدې تړاو د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او ولسمشر پوتین څرګندونې درلودې.

    هغوی طالبان د افغانستان یو واقعیت او واقعي حاکمان یاد کړل چې اوس افغانستان اداره کوي او نړۍ ورسره له تعامل پرته بله لار نه لري.

    داسې ښکاري چې روسیه به په لنډ وخت کې د طالبانو په اړه بې سارې پریکړې وکړي.

    د افغان حکومت د بریالۍ بهرنۍ پالیسۍ له امله به په نږدې راتلونکې کې د افغان حکومت نړیواله انزوا پای ته ورسیږي او افغانستان به د یادې انزوا له پای ته رسیدو سره په سیاسي او اقتصادي لحاظ ډیر څه ترلاسه کړي.

    مخکینۍ مقالهتېره میاشت په کابل کې ۱۱زره زېږون کارتونه وېشل شوي دي
    راتلونکي مقاله بزدل او ناهیلی مسعود

    مربوطه لیکنې

    له هېواد څخه د بهر ناستو د ماتې لاملونه؛ ناکام نسل او زاړه فکرونه

    8 سپتمبر 2026

    مقاومت جبهه د ګړنګ پر غاړه؛ د حسیب پټ پلان او د منځنۍ کچې غړو انشعاب

    7 سپتمبر 2026

    د بې‌ شرمه جنګسالار عطامحمد نور تورې کارنامې

    7 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 11 سپتمبر 2026

    د مهاجرینو وزیر او د ملګرو ملتونو استازي د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې کړي

    د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه…

    د فرانسې د ۶۰ میلیارد یورو مالیاتي طرحې پر وړاندې اروپايي هېوادونو مخالفت ښودلی

    11 سپتمبر 2026

    عباس عراقچي ویلي، امریکايي ولس دې د اسرائیلو د جګړو بیه نه ورکوي

    11 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مهاجرینو وزیر او د ملګرو ملتونو استازي د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې کړي

    11 سپتمبر 2026

    د فرانسې د ۶۰ میلیارد یورو مالیاتي طرحې پر وړاندې اروپايي هېوادونو مخالفت ښودلی

    11 سپتمبر 2026

    عباس عراقچي ویلي، امریکايي ولس دې د اسرائیلو د جګړو بیه نه ورکوي

    11 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،254 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.