واع د عراق رسمي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د عراق حکومت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د کربلا په دښته کې د اسرائیلي ځواکونو پوځي اډه شتون لري.

حکومتي چارواکو روښانه کړې چې تېره مارچ میاشت کې یاده دښته کې د نامعلوم لوري ځواکونو د هوايي ناستې هڅه کړې وه، خو عراقي ځواکونو یې پر وخت مخنیوی کړی و.

وړاندې تر دې داسې راپورونه خپاره شوي و، چې اسرائیل د عراق کربلا دښته کې ايران سره د جګړې لپاره يوه پوځي هډه‌ جوړه کړې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version