اسرائيلي رسنیو راپور ورکړی، چې حماس غورځنګ د خپلو پوځي وړتياوو پر بيا رغولو بوخت دی او هره میاشت په سلګونو ماينونه، د هاوان مرمۍ او د زغره والو وسایطو ضد توغندي توليدوي.
راپور کې راغلي چې حماس د پوځي وسایلو جوړولو ترڅنګ، د اسرائيلي ځواکونو خوځښتونو څارنه کوي او خپلو جنګياليو ته پوځي تمرینونه ورکوي.
اسرائیلي رسنيو ويلي، حماس غورځنګ هڅه کوي ترڅو د اسرائيل راتلونکو عملياتو پر وړاندې خپل چمتووالی زيات کړي.
