
د هرات ولایت مقام رسنيز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سرپرست حکومت او میرویس عزیزي انرژۍ شرکت ترمنځ په هېواد کې د ۱۰زره میګاواټه برښنا د تولید پروژې چارې له هرات ولایت څخه پیلیږي.
خبرپاڼه وايي، چې د يادې سترې پروژې په چوکاټ کې په هرات ولايت کې د ۸۰۰ میګاواټه برښنا تولید چارو د پيل په موخه د دغه ولايت د والي مولانا اسلام جار، د عزيزي ګروپ د سلاکار عبدالرازق صمدي او اوبو او انرژۍ وزارت ترمنځ ناسته شوې ده.
د سرچينې په خبره په ياده ناسته کې د عزيزي ګروپ سلاکار ويلي، چې هرات د بادي او لمریزي برښنا تولید لپاره لوړ ظرفیت لري او په خبره یې له دې انرژي څخه سمه ګټه اخیستل کولای شي د انرژۍ برخه کې د هیواد د ځان بساینې لامل شي.