Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د علومو اکاډمۍ لاسته راوړنې: علمي کنفرانسونه؛ او د ۳۰۰ څيړنيزو پروژو بشپړېدل
    افغانستان

    د علومو اکاډمۍ لاسته راوړنې: علمي کنفرانسونه؛ او د ۳۰۰ څيړنيزو پروژو بشپړېدل

    صابر افغانصابر افغان16 سپتمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان علومو اکاډمۍ مسئولینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکزې کې د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام په خبري کنفرانس کې وویل: په تېر کال کې د علمي څېړنو ۳۷ پروژې بشپړې شوي او ۲۰۸ نورې تر کار لاندې دي. همدارنګه، د دې ادارې لخوا د هېواد په کچه، په بېلابېلو برخو کې ۵۷ کنفرانسونه او ۶ علمي -څېړنیز سیمینارونه هم جوړ شوي دي.

    مسئولینو زیاته کړه، چې په تېر یوه کال کې ۳۴ کتابونه چاپ او ۲۵ نور ژباړل شوي او د څېړونکو او لیکوالانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او د ادارې په کتابتون کې ۱۸۵۰۰ کتابونه هم ور زیات شوي دي.

    په همدې ډول، د تېر کال په اوږدو کې د دې ادارې ۴ تنه علمي غړي د ماسټرۍ او دوکتورا له پروګرامونو څخه فارغ او ۲۰ تنه نور د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په پروګرامونو کې د ګډون په موخه، کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو ته ور پېژندل شوي دي.

    د مسئولینو په وینا، د علومو اکاډمۍ شپږکلن ستراتېژیک پلان چمتو شوی او د اسلامي بانکدارۍ په اړه، رهنمودي اسناد هم بشپړ شوي دي.

    د دې ترڅنګ، په تېر کال کې د همغږۍ پیاوړتیا، له علمي ـ تحقیقي برخو څخه د لیدنې او له اړوند برخو سره د همکارۍ تفاهم لیکونو د لاسلیک په موخه، د علومو اکاډمۍ مشرتابه پلاوي، د روسیې، ایران، متحده عربي اماراتو، جاپان او چین هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

    مسئولین زیاتوي، چې د علمي همکاریو د کچې لوړولو په موخه، له اوو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک شوي دي.

    د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د ورځنیو چارو د لا ښه انسجام او تنظیم په موخه، د علومو اکاډمۍ تقنیني اسناد چمتو شوي او ډېر ژر به د بیا کتنې په موخه اړوندو مراجعو ته واستول شي.

    مخکینۍ مقالهسمنګانو کې د ۳۸ ميليونه افغانيو په لګښت د پنځو پروژو چارې بشپړې شوې
    راتلونکي مقاله د اهل تشیع نسل وژنه، داعشي خوارج د شر او فساد ډلې په جامه کې کوي.

    مربوطه لیکنې

    ‏د تورغونډۍ بندر د احاطوي دېوال رغنیزې چارې پیل شوې

    15 مارچ 2026

    د افغانستان د صادراتي توکو ۸ محمولې نن ورځ ترکیې او له هغه ځایه نړۍ ته لېږدول کېږي

    15 مارچ 2026

    خوست کې پر فرضي کرښه افغان نښان‌ویشتونکو پنځه پاکستاني عسکر هلاک کړي

    14 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 16 مارچ 2026

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ: پاکستاني پولیسو کوهاټ کې لادرکه بندیان په جعلي نښته کې ترور کړي

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ ویليچې پاکستاني پولیسو د کوهاټ لاچي ولسوالۍ کې د څو ورځو…

    د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: که ناټو د هرمز تنګي په پرانيستلو کې له موږ سره مرسته ونه کړي؛ نو له ډېر بد راتلونکي سره به مخ شي

    16 مارچ 2026

    بلوڅ ازادي غوښتونکو بلوچستان کې درې پاکستاني جاسوسان هلاک کړي

    15 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ: پاکستاني پولیسو کوهاټ کې لادرکه بندیان په جعلي نښته کې ترور کړي

    16 مارچ 2026

    د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: که ناټو د هرمز تنګي په پرانيستلو کې له موږ سره مرسته ونه کړي؛ نو له ډېر بد راتلونکي سره به مخ شي

    16 مارچ 2026

    بلوڅ ازادي غوښتونکو بلوچستان کې درې پاکستاني جاسوسان هلاک کړي

    15 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،123 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،073 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،145 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.