Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د اهل تشیع نسل وژنه، داعشي خوارج د شر او فساد ډلې په جامه کې کوي.
    لیکني

    د اهل تشیع نسل وژنه، داعشي خوارج د شر او فساد ډلې په جامه کې کوي.

    صابر افغانصابر افغان17 سپتمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د افغانستان له آزادۍ، امن، سولې او ورورولۍ سره د شر او فساد ډلو او نورو خاينانو خوبونه حرام شول؛ ځکه دوی نور نه شي کولای چې د تعصب له وسلې په کار اخيستلو د ولس په سر سودا وکړي، نور د ولس ګرېوان د دوی له ناولو لاسونو څخه و ژغورل شو.

    دغه مفسدين بهر ته و تښتېدل، په ټولنيزو رسنيو کې يې د ا.ا مخالف نشرات پيل کړل؛ د مقاومت نعرې يې راشروع کړې خو د دوی دغه مقاومت يواځې تر ټولنيزو رسنيو پوري محدود شو.

    دوی همېش د قومي او ژبني تعصب له وسلې کار اخيستی، خلک به يې د قوم، ژبې او منطقې په نامه را پارول او بيا به يې پرې خپل شوم اهداف عملي کول؛ د دوی وسله تعصب او په ولس کې تفرقه وه چې د ا.ا په راتګ سره يې دغه وسله له لاسه و وتله.

    دوی چې په بهر کې سره راټول او د ا.ا مخالف يې د بغاوت غږونه پورته کړل، د وطن دوستۍ دروغجن شعارونه يې شروع کړل او غوښتل يې بيا قومونه په دغسي شعارونو وغولوي خو ولس ورسره ونه درېده او دوی يې يواځې پرېښودل.

    د افغان ولس ټولو قومونو دغه مفسدين او شر و فساد جوړوونکي وپېژندل، ولس پوه شو چې د شر و فساد ډلې دوی استعمالول او اصل هدف د دې ډلې ډالر او د واک تنده ده؛ هغه که د اشغال موجوديت کې وي او يا هم د کورنۍ جګړې په جريان کې.

    بل طرف ا.ا د ولس اتحاد ته کار ويلی، هر قوم په نظام کې ځای لري او برتري يې يواځې اسلاميت او تقواء پوري مربوط کړه؛ اوس په افغانستان کې پښتون پر تاجک، يا هم تاجک پر هزاره او… برتري نه لري، بلکې ټول يو مسلمان، يو افغان او يو ملت شو.

    د ولس له اړخه د شر و فساد ډلې ته منفي ځواب د دې وجه شوه چې دغه بهر ته تښتېدلي خپلو کې سره يو پر بل لګونې او مخالفتونه شروع کړي؛ دوی په ميډيا کې يو پر بل تورونه پوري کوي، يو پر بل بې باوره او حتا بهر له افغانستان څخه څو تنه مشران يې لا هم نه سره جوړېږي خو دعوه يې د افغانستان د نيولو ده.

    د دوی دغه خپلمنځي مخالفتونو ته په کتلو ترې نړيوالو جاسوسي سازمانونه هم ځان بغل ته کړی، ځکه هغوی پوهېږي چې دوی دلته بهر له وطن څخه خپلو کې سره په دغه حال کې دي نو افغان ولس به څه باور پرې وکړي او موږ به څنګه کار ترې واخلو چې په ولس کې نفوذ ونه لري.

    امرالله صالح پر هزاره ورونو د ا.ا مخالف د وسلې پورته کولو غږ کړی وو خو د هزاره ورونو له طرفه ورته په منفي ځواب سره و ويل شول چې د هزاره وو نسل وژنه خو د افشارو له قتل عام څخه راشروع شوې او اوس يې هم هغوی وژني، مطلب يې دا وو چې همدا تاسو د شر و فساد ډلې(احمد شاه مسعود) له طرفه د هزاره وو نسل وژنه راشروع شوې وه.

    هزاره ورونو و ويل چې موږ هيڅکله د ا.ا مقابل وسله نه پورته کوو، بلکې د ا.ا سره ښې اړيکې لرو او په دغه نظام خوشحاله يو؛ زياتوي چې موږ نه غواړو افغانستان بياځلي کورنۍ جګړې ته لاړ شي او بيا ځلي ستاسو(شر و فساد ډلې) له خوا قتل عام شو.

    دا چې داعشي خوارج او د شر و فساد ډله يوه شوې او د شر و فساد په جامه کې يې ځانونه هم تر ايران، روسيې او نور د سيمې هېوادونو ته رسولی؛ همداسي د هزاره ورونو وژلو ته يې هم د شمالي ټلوالې په مرسته ځان رسولی؛ دا هزاره ورونو ته معلومه شوې ځکه خو وايي چې اوس هم زموږ نسل وژنه همغه د افشارو څخه تاسو راشروع کړې او اوس هم له همغه ادرس څخه وژل کېږو.

    تازه د مسعود د وژل کېدو اوونۍ چې دوی يې د شهيد اوونۍ بولي او مخکې به يې په دغه ورځ افغانستان کې لنډغري کوله اوس په دغه ورځ بهر دغه د شر و فساد ډلې مشرانو آنلاين غونډه جوړه کړې وه چې هغه کې هم په جنجال سره اوښتي.

    عبدالرشيد دوستم غواړي بهر له افغانستان څخه په تبعيد کې خپل دولت اعلان کړي، د جنبش ګوند وياند احسان نيرو د دې خبرې پخلی کړی چې دوی غواړي بهر له افغانستان څخه يو موازي دولت اعلان کړي.

    د ټولو قوانينو خلاف چې يوه لوېشت ځمکه په افغانستان کې نه لري خو دغه ماشومانه حرکت د دې ډلې د فسبوکي مقاومت غوندي دی چې يواځې تر سوشل ميډيا پوري محدود پاتې شوی.

    دوی به رب نور هم ذليله کوي، ځکه ولس و پېژندل او لاس يې ترې واخيست.

    مخکینۍ مقالهد علومو اکاډمۍ لاسته راوړنې: علمي کنفرانسونه؛ او د ۳۰۰ څيړنيزو پروژو بشپړېدل
    راتلونکي مقاله روسيه غواړي د خپلو سرتېرو شمېر يونيم ميليون ته لوړ کړي

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان او جبهو ترمنځ معامله، داخلي اختلافات او بدګوماني

    12 اکتوبر 2026

    د مقاومت جبهې پرله‌پسې انشعابونه؛ ستونزه په څه کې ده؟

    11 اکتوبر 2026

    د واخان معما؛ څوک له دې لارې څه او څنګه غواړي؟

    7 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 12 اکتوبر 2026

    د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د هغو پانګوالو قراردادونه فسخه کېږي چې فابریکې نه جوړوي

    د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، چې د دې وزارت وزیر مولوي نجیب‌الله حقاني…

    د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد: پر افغانستان د پاکستان د ناکامیو پړه اچول د ستونزو حل نه دی، پاکستان کې سیاسي، امنیتي او اقتصادي ستونزې د اندېښنې وړ دي او پر ټوله سیمه یې منفي اغېز کړی

    12 اکتوبر 2026

    ټرمپ وایي روسیه او اوکراین د انرژۍ پر تاسيساتو د بريدونو نه کولو هوکړې ته رسېدلي

    12 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د هغو پانګوالو قراردادونه فسخه کېږي چې فابریکې نه جوړوي

    12 اکتوبر 2026

    د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد: پر افغانستان د پاکستان د ناکامیو پړه اچول د ستونزو حل نه دی، پاکستان کې سیاسي، امنیتي او اقتصادي ستونزې د اندېښنې وړ دي او پر ټوله سیمه یې منفي اغېز کړی

    12 اکتوبر 2026

    ټرمپ وایي روسیه او اوکراین د انرژۍ پر تاسيساتو د بريدونو نه کولو هوکړې ته رسېدلي

    12 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،199 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،142 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،266 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.