د غزې تړانګې د روغتیا مشر ډاکتر منیر البرش له الجزیره تلویزیون سره په خبرو کې وایي یو شمېر هغه ټپي ماشومان چې اکسیجن ته یې اړتیا وه، د اشغالګرو له لوري د اکسېجن د ډبو د له منځه وړلو په وجه شهیدان شوي.

ښاغلی منیر زیاتوي چې د کمال عدوان روغتون محاصره د هغو ټپیانو د شهادت لامل هم شوې چې یاد روغتون ته له وړلو منع کړل شوي.

نوموړی وایي اسرائیلي اشغالګر د نړۍ د چوپتیا په وړاندې د غزې د روغتیايي سیستم د له منځ وړلو هڅې کوي. “اشغالګرو ځواکونو به د نړۍوالې او سیمه ایزې چوپتیا په وجه ډېر ژر د کمال عدوان روغتون ټولو برخو کاري ته ننوزي”.

نوموړی زیاتوي چې د بیت لاهیا په سرکونو او کوڅو کې لا تر اوسه په لسګونو شهیدان پراته دي چې موږ یې په ترلاسه کولو نه یو توانېدلي، وايي “ولس مو په غزه کې د اشغالګرو ځواکونو له لوري د نړۍ د سترګو په وړاندې د ټول وژنې(له منځه تللو) په حال کې دی”.

دا په داسې حال کې ده چې د غزې د روغتیا ادارې ویاند مسلمانانو ته په خطاب کې ویلي: “اې دوه میلیارد امته! د غزې شمال د تباهۍ او له منځه تللو سره مخ دی”.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version