آر ټي عربيک رسنۍ راپور ورکړی، چې د غزې په اړه د ټرمپ پلان پر سر د امریکا او اسرائیل ترمنځ اختلاف رامنځته شوی دی.

سرچينې د اسرائیل د لومړي وزیر نتنیاهو له قوله ویلي، که څه هم له امریکا سره په ځینو مسایلو کې اختلاف شته، خو د حماس بې ‌وسلې کولو په موضوع کې دواړه لوري موافق دي.

له بلې خوا، د اپوزیسیون مشر لاپید او د بیټنا ګوند مشر لیبرمان د نړیوالو کمېټو په تړاو پر لومړي وزیر نتنیاهو سختې نیوکې کړې دي.

دوی ویلي، چې د سولې شورا او د غزې په اجرایي کمېټه کې حماس او فتح په عملي ډول حضور لري او د کمېټې مشر شعث د ولسمشر محمود عباس له اجازې پرته هيڅ نشي کولای.

په ورته وخت کې اسرائيلي امنیتي چارواکو هم خبرداری ورکړی، چې اسرائیل د احتمالي بریدونو پر وړاندې کافي دفاعي چمتووالی نه لري او خپل نړیوال اعتبار یې له لاسه ورکړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version