د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون ویلي، امریکا نور د باور وړ متحد نه ګڼل کېږي او اروپايي هېوادونه باید د خپلو ګټو د ساتنې لپاره پر ځان بسیا شي.
مکرون زیاته کړې، د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې ډېرو اروپايي هېوادونو فکر کاوه چې دا وضعیت لنډمهالی دی؛ «خو اوس وینو چې لیدلوری بدل شوی دی.»
د فرانسې ولسمشر ویلي، چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د اروپایي هېوادونو ګډ اقدام ضروري دی.
د نوموړي په وینا، ډېری اروپایان پر امریکا د باور وړ متحد په توګه حساب نهکوي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د ایران او امریکا ترمنځ جګړه کې د اروپایي ټولنې د نه ښکېلتیا له امله پر یادې ټولنې د امریکا نیوکې زیاتې شوي.


