د بادغیس ولایت مقام ویاند، رحم‌الدین رحیمي هندوکش‌غږ ته ویلي، چې نن جمعه د لامان-قیصار حلقوي سړک د درېیمي برخې ۵۰ کیلومتره سړک د اسفالټ چاري پیل شوې.

ښاغلي رحیمې زیاته کړې، چې د دغې پروژې د چارو د پرانیستې مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د بادغیس والي، ملا محمد حنیف حمزه او عامو خلکو ګډون کړی و.

د نوموړي په وینا، د یادې پروژې لپاره ۴ څلور میلیارده، ٦٥٢میلیونه، ٥٣٦ زره او ٥١٠ افغانۍ ځانګړې شوې، چې چارې به یې په درېیو کلونو کې بشپړې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version