د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي ویلي چې د هرمز تنګی به د تهران او واشنګټن ترمنځ د اوربند تر پای ته رسېدو پورې د سوداګریزو بېړیو پر مخ پرانیستی وي.

نوموړي زیاته کړې چې سوداګریزې بېړۍ کولای شي د ایران د بېړۍ چلونې او بندرونو ادارې له خوا د ټاکل شوي مسیر له لارې تګ راتګ وکړي.

د راپورونو له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ اعلان شوی اوربند که تمدید نه شي، نو د راتلونکې سې‌شنبې په ورځ (د غويي لومړۍ نېټه) به پای ته ورسېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version