د لبنان حزب الله ډلې مشر، نعیم قاسم پر قطر د صهیونیستي رژیم بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دوی د قطر تر څنګ ولاړ دي او په خبره یې دغه برید د لوی اسرائیل د پروژې برخه ده.

د ایران تسنیم خبري اژانس د راپور له‌مخې، نوموړي زیاته کړې، چې صهیونیستي رژیم له تېرو دوه کلونو راهیسې د یادې پروژې پر پلي کولو بوخت دی او هغه څه چې یاد رژیم په غزه، لویدیځه غاړه او اوس په قطر کې ترسره کړي، ټول د لوی اسرائیل پروژې پر دوام دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د صهیونیستي رژیم پر وړاندې روان مقاومت د یادې پروژې پر وړاندې خنډ دی او په خبره یې که دا له منځه ولاړ شي د صهیونیستي رژیم لاس به د سیمې نورو هېوادونو ته هم وغځېږي.

هغه د سیمې پر هېوادونو غږ کړی، چې که د «مقاومت» مالي او سیاسي ملاتړ نه‌کوي؛ نو د صهیونیستي رژیم په ملاتړ دې له شا پرې د «خنجر» ګوزار هم نه‌کوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې همدا راز، د صهیونیستي رژیم جنایتونو پر وړاندې د فلسطیني وګړو مقاومت ستایلی او زیاته کړې یې ده، چې له ټولو کړاوونو سره-سره هغوی لا هم پر میدان ولاړ دې.

نعیم قاسم وړاندې، په بیت المقدس کې د «کتائب القسام» وروستي عملیات چې پر مهال یې شاوخوا ۲۰ صهیونیستانو ته مرګ‌ژوبله واوښته، ستایلې او ټینګار یې کړی، چې له دې د فلسطیني ولس د ازادۍ غوښتنې احساس څرګندېدای شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version