‏ملي دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د دغه وزارت وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد د هېواد ختیځ زون کې د وروستیو زلزلو له امله د زلزله ځپلو هېوادوالو د ژغورلو په موخه د ملي دفاع وزارت اړوند بېلابېل ټيمونه ستايلي دي.

د معلوماتو له مخې په ستايل شويو ټيمونو کې د ياد وزارت هوایي ځواک،‏ د شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون روغتیایي ټیم پرسونل، د ۲۰۱ خالد بن ولید رض قول اردو اړوند پرسونل، د یاد وزارت مطبوعاتي ټیم او نور بېلابیل ژغورنکي ټیمونه شامل و.

يادې ستاينغونډې ته ملي دفاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد په خپلو خبرو کې د دې وزارت د ژغورونکو ټيمونو هڅې بې ساري بللي او ډاډ یې ورکړی، چې د ياد وزارت هوایي او پياده ځواک به تل د ولس خدمت ته ولاړ وي.

ستايل شويو کسانو ته په ستاينليک سربېره مادي مکافات هم په نظر کې نيول شوي و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version