د لبنان د حزبالله ګوند د سياسي شورا غړي محمود قماطي ويلي، چې د دوی د وسلو په اړه د نړيوالې ټولنې اندېښنه دا ښيي چې حزبالله يو پياوړی او چمتو پوځي ځواک دی او د هر ډول بريد د ځواب وړتيا لري.
قماطي زياته کړې «موږ د امريکا په اداره هېڅ باور نه لرو، دا اداره د سيمې د زياترو بريدونو او ترورونو تر شا ولاړه ده او د حزبالله عمومي مشر حسن نصرالله هم د اسرائیلو په لاس د امريکا له لوري ووژل شو.»
نوموړي ټينګار کړی، چې حزبالله نه غواړي له امريکا سره خبرې وکړي او نه هم د کومې معاملې نيت لري او زياته کړې یې ده «موږ د صبر ستراتيژۍ ته ژمن يو، دا ستراتېژي دا مهال د لبنان په ګټه ده.»
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د امريکا ځانګړي استازي «توم باراک» تېره مياشت لبناني چارواکو ته وړانديز کړی و، چې که حزبالله خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او اصلاحات عملي شي، نو امريکا به د لبنان د بيا رغونې او مالي بحران په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.
خو لبناني چارواکو بيا امريکا ته يو اووه مخيزه سند وړاندې کړی، چې پکې د لبنان له ځينو سيمو څخه د اسرائيلو د وتلو غوښتنه شوې او ژمنه یې ورکړې چې حزب الله به بې وسلې کوي.