د لبناني رسنیو د راپورونو له‌مخې، د دغه هېواد په بعلبک‌-الهرمل ولایت د صهیونیستي رژیم په تازه هوایي بریدونو کې ۱۲ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د بعلبک-الهرمل والي بشیر خضر ویلي، په وژل شویو کې اووه تنه د سوریې اتباع دي، چې پکې پنځه تنه یې د یوې کورنۍ غړي دي.

راپور زیاتوي، چې بریدونه تېره ورځ (سه شنبه) د دغه ولایت په «وادي فعرا» سیمه کې پر یوې ملکې سیمې ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې د څاه‌کیندنې یو ماشین هم ویجاړ شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version