د اسټرالیا د انرژۍ وزیر ویلي، چې اوس مهال یوازې د ۱۸ ورځو لپاره پټرول، د ۱۶ ورځو لپاره ډیزل او د ۱۴ ورځو لپاره د جیټ الوتکو تېل په واک کې لري.
نوموړي زیاته کړې، حکومت هڅه کوي د انرژۍ بدیلې سرچینې پیدا او د بېړنیو حالاتو لپاره د سونتوکو ستراتیژیکې زېرمې زیاتې کړي.
د راپورونو له مخې، اسټرالیاوي چارواکو خبرداری ورکړی، چې که سونتوکي ور ونه رسېږي؛ نو دې هېواد کې به هر راز ټرانسپورټي فعالیتونه ودریږي.
د ویلو ده، چې د ایران له خوا د هرمز تنګي تړل کېدو په لویدیځو هېوادونو کې د نفتو بیې لوړې شوي او شته زېرمې مخ پر پایته رسېدو دي.
