د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي او ورسره مل پلاوي د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم فورم کې د ګډون په موخه د تاتارستان هېواد کازان ښار ته سفر وکړ.

د لوړو زده کړو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ښاغلی الاریوبي به په یاد فورم کې د ګډون تر څنګ، د مختلفو هېوادونو د لوړو زده کړو له استازو سره وګوري او په ساینسي او نورو برخو کې به د ګډو علمي برنامو رامنځ ته کولو، استادانو راجلبولو او نورو علمي موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version