Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د متحدي جبهې انلاین پلویان د سمیع سادات خاموشۍ شکمن کړي
    تورې څېرې

    د متحدي جبهې انلاین پلویان د سمیع سادات خاموشۍ شکمن کړي

    صابر افغانصابر افغان21 اپریل 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته په هېواد کې د پرځېدلي جمهوریت یو شمېر ماتې خوړلو پوځي او سیاسي چارواکو په بهرنیو هېوادونو کې تر بېلابېلو نومونو لاندې د خپلو شخصي ګټو او له نړۍوالو استخباراتي ارګانونو څخه د پیسو د ترلاسه کولو په موخه بېلابېلې خیالي ډلې او ټپلې رامنځ ته کړې او د سرپرست حکومت په وړاندې یې د تودې جګړې ټټر وټکاوه.

    له یادو ډلو څخه یوې ډلې د «متحدي جبهې» په نوم، د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د ځانګړو ځواکونو پخواني قوماندان سمیع سادات تر مشرۍ لاندې خپل موجودیت اعلان کړ او د سرپرست حکومت په وړاندې یې د چریکي او اُپراتیفي جګړې خبرداری ورکړ.

    د یادي جبهې د پرانیستې په مراسمو کې د جبهې مشر سمیع سادات ګوت څنډنه وکړه چې د طالبانو په وړاندې یې یو ځل بیا له خپلو ماتې خوړلو جنګیالیو سره سنګر نیولی او په خبره یې «موږ د متحدي جبهې په نوم سیاسي حرکت پیل کړ، تر څو په افغانستان کې د حکومت د سمون لپاره خپل هوډ څرګند کړو. که ممکنه وي، اجازه راکړئ چې دا حکومت د خبرو اترو له لارې په سوله‌ییز ډول تنظیم شي. اجازه راکړئ چې طالبان په ټاکنو کې برخه واخلي، خو که دوی د ټاکنو ترسره کېدو ته اجازه ورنه‌کړي، په وړاندې به یې وسلواله مبارزه وروستی انتخاب او آفشن وي».

    د غونډې په پای کې نوموړي په یو ویډیویي کلیپ کې له خپلو مجازي جنګیالیو وغوښتل، تر څو په دوامداره توګه سپورټونه وکړي او له اختر وروسته یوې نوي تودې جګړې ته وړاندې شي؛ په وینا یې «موږ اخته یو ترتیب برابروو، ځانونه محکم کړﺉ، سپورټونه وکړﺉ چې لخیره سره وطن آزاد کړو».

    د سادات دا څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه د خلکو د رشخند سبب وګرځېدې او په بېلابېلو طنزیه ویډیوګانو کې استفاده شوې.

    خبره دا ده چې د سمیع سادات هڅې او منډې، ترړې ولې په دې وروستیو کې ورځ تر بلې کمزورې او ناکامې ګڼل کېږي!؟ په داسې حال کې چې د نوموړي د جبهې ماتې خوړلي سپورټي جنګیالي د څلورو کلنو په تېرېدو سره لا هم د سادات ترتیبونو ته په تمه دي.

    له هغه ورځې وروسته چې سناتور مایک والټز د امریکا د ملي امنیت د سلاکار په توګه د ډونالډ ټرمپ له خوا ټاکل شوی و او سمیع سادات د نوې دندې په مناسبت د مبارکۍ په پیغام کې نوموړي ته هیله څرګنده کړې وه، تر څو د افغانستان په بیا نیولو او جګړه کې مرسته ورسره وکړي؛ داسې معلومیږي چې د مایک والټز له خوا په کلکه او قاطع ډول سره منفي ځواب ورکړل شوی دی، ځکه خو د سادات ناهیلي په متواتر ډول رشد کوي او د جبهې غړي یې دې نتیجې ته رسېدلي، چې د سپورټونو او ځانونو محکم کولو سپارښتنه هسې د وخت ضیاع او د سادات له خوا د دوی تېر ایستل وفهموي.

    دوی په دې نظر دي چې د سمیع سادات په مشرۍ پیل شوې متحده جبهه هېڅ سیمه ییز، نړيوال او د هېواد په داخل کې ولسي ملاتړ نه لري او په وینا یې د سرپرست حکومت په وړاندې وسلواله مبارزه هېڅ ستونزه نشي دوا کولای، هغه څه چې سمیع سادات هم ترې لاس په سر ښکاري.

    که څه هم سمیع سادات وخت ناوخت د اختر په پیغامونو، بېلابېلو موضوعاتو او له هیواد بهر د افغانانو د خوښیو په مراسمو کې ظاهراً د سرپرست حکومت په وړاندې د خپل خیالي غورځنګ د قوت او د سرپرست حکومت د له منځه وړلو ادعاوې کوي، خو دم ګړی د نوموړي له چوپ پاتې کېدو جوتیږي چې هغه نور د مایوسۍ او رواني بې ثباتۍ له کبله خپل عادي ژوند ته ورګرځېدلی دی او جبهه یې د منحل کېدو په ګړنګ ولاړه ده.

    حکومتي چارواکو، د ټولنیزو رسنیو کاروونکو او سیاسي شنونکو لا له وړاندې هغه ادعاوې او شعارونه تبلیغات او بې بنسټه ګڼلي وو کوم چې د یادو جبهو لخوا په رسنیو کې خپاره شوي دي؛ سیاسي شنونکي همدا راز د سمیع سادات خاموش پاتې کېدل د اوسني وضعیت یا راتلونکي بدلون لپاره غوره شوې خاموشي ګڼي او په وینا یې امکان لري چې نوموړی د امنیتي یا سیاسي خطر له امله غلی پاتې شوی وي.

    په دې وروستیو کې سمیع سادات په فیسبوک او ایکس پاڼه کې هم له خپلو ګډوډو دریځونو، هغه چې پخوا به یې هېواد ته د راګرځېدو شعارونه، په ټولنیزو رسنیو کې د ځان مطرح کولو ډنډورې او د خطر زنګونه پکې وهل، هم پر شا شوی دی، په همدې اساس ویلی شو چې د متحدي جبهې د جنګیالیو شکمن کېدل پر ځای دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهاسرائیل د نږدې ۳۰ فرانسوي چارواکو وېزې لغوه کړې
    راتلونکي مقاله پر غزې تړانګې د اسرائیلي رژیم په تازه بریدونو کې ۳۷ تنه فلسطینیان شهیدان شوي

    مربوطه لیکنې

    پرځېدلی جمهوریت له افغان هویت د منکرینو، جاسوسانو او جنګ سالارانو د مجموعې په توګه

    20 جولای 2025

    جعلي اتلان، تاریخي تحریف او د پخوانيو چارواکو د ځان ستاینې لړۍ

    19 جولای 2025

    له نړۍ ناهیلي مخالفین د اختلاف او لار ورکۍ په ګرداب کې

    14 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 جولای 2025

    ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا مشروع اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزاء ورکړل شوه

    د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوه کسانو ته…

    تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۳۰ فلسطينيان شهيدان شوي او ۴۹۵ نور ټپيان دي

    20 جولای 2025

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    20 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا مشروع اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزاء ورکړل شوه

    20 جولای 2025

    تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۳۰ فلسطينيان شهيدان شوي او ۴۹۵ نور ټپيان دي

    20 جولای 2025

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    20 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،920 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.