
په دې وروستیو کې، د مقاومت جبهې یو مهم مشر اکرام الدین سریع په ایران هېواد کې ووژل شو. د دې هدفي وژنې تر شا پراته رازونه یو، یو خپرېږي او له هغه اختلافاتو پرده پورته کېږي، چې د سریع د وژنې لامل شوه.
د مقاومت او آزادۍ جبهو او نورو ډلو ترمنځ اختلافات اوج ته رسېدلي دي، په همدې اوج کې لومړی اکرام الدین سریع له منځه لاړ او د مخالفو ډلو ترمنځ وضعیت لا پېچلی شو. تجربو ثابته کړې چې کوم اختلافات له لفظي شخړو، د مرموزو وژنو کچې ته لوړ شي، نو بیا د انتقام لړۍ پیلېږي او هر لوری د رهبرۍ په کچه افراد په نښه کوي.
دا مهال د مقاومت، آزادۍ او نورو ډلو یو شمېر غړي او مشران په ایران کې مېشت دي؛ د شنونکو په آند، د سریع وژنه د دوی ترمنځ ډله ییزو شخړو او وژنو ته لار هواروي، چې په پایله کې یې ایران د خپل منځي نښتو په ډګر بدلېږي.
دا ډول وضعیت نه یوازې د یادو ډلو داخلي جوړښتونه لا ټوټه کوي، بلکې د ډلو دننه ټول هغه خپل منځي باورونه له منځه وړي، چې د ګډ مخالفت لپاره رامنځته شوي وو. کله چې مخالف جریانونه د ګډ هدف پر ځای په خپل منځي حذف بوخت شي، نو د هغوی ټول فعالیتونه له سیاسي مخالفت څخه د استخباراتي او مافیایي رقابت بڼه خپلوي.
د شنونکو په آند، په داسې فضا کې د کوربه هېواد امنیتي اندېښنې هم زیاتېږي او طبیعي ده چې ایران به هڅه وکړي د دې ډلو تحرکات تر سخت کنټرول لاندې راولي، چې دا چاره به لا نور محدودیتونه، بې باوري او نوي شخړې وزېږوي. په پایله کې به نه یوازې افرادو ته، بلکې ټولو مخالفو جبهاتو ته هم تاوان ورسېږي او د اختلافاتو دا اور به یې د زوال بهیر لا چټک کړي.

