له هغه وخته چې په افغانستان کې نوي، بې مخینې او مثبت بدلونونه رامنځ ته شوي، یو ملت محوره او آبادوونکی حکومت واکمن شوی، همدا چاره د ډیرو سرزوریو او جګړو د پای ته رسیدو لامل شوې ده، مخالفین، خاینان، د ورځې سیاستوال او د شپې غله، په سیاسي او اقتصادي بندونو کې راښکېل شوي، له ناچارۍ د هر چا دروازه ټکوي او هر چا ته د مرستې لاس ور غځوي، خو له دې هر څه سره، سره یوه کوچنۍ بریا او یو ګام پرمختګ هم نه لري.
له سیاسي نظره، دوی له یو او بل سره د همغږۍ او اړیکو په جوړولو کې په دوامداره توګه له ناکامیو سره مخ شوي دي، هر کله چې د دوی په خبره د “مثبتو” ګامونو اخیستلو لپاره غونډې جوړوي، د ګټو د ټکر او اختلاف له امله یې په مخ کې خنډونه راځي او پاشل کېږي.
له اقتصادي نظره هم هر څه څرګند دي؛ تر هغه وخته چې د دوی نوم او شهرت په کور دننه چلېده او د پردیو ملاتړ ورسره و، د دوی فردي او ډله ییز اقتصاد د بهرنیو له لوري تمویلېده او هېڅ کمی یې نه درلوده، نو تنها دا اړینه وه چې د بهرنیو غوښتنې او امرونه د ملت او هېواد له زړه څخه په هر ډول او طریقه چې وي، راوباسي او پوره کړي.
خو اوس یې چې له جعلي واک او ځواک څخه لاسونه لنډ شوي، هغه د بې حسابه پیسو باران ورباندې درېدلی دی. د دوی هره غونډه او ناسته چې له لګښتونو او تاوان سره مله وي، هر یو ترې په شا کېږي، له مصارفو او تاوان څخه یې اوږې سپکوي.
له همدې امله هره هغه هڅه او کوښښ چې د یوې واحدې فکري او سیاسي حلقې او هدفمند ځواک جوړولو لپاره ترسره کېږي، د یوې روښانه ستراتیژۍ او معاصر ډسپلین د نشتوالي له امله هېڅ په مخ نه ځي، هره ورځ یواځې په مجازي نړۍ او رسنیو کې رسوا کیږي.
یو څه چې په دې موده کې ټولو خلکو ته څرګند شول، دا وو چې (د مخالفینو) د دغه ډلې په هغه وخت کې چې واک یې په لاس کې و، داسې وو لکه د یو ډک دسترخوان په څنګ کې چې ناست وي او خوراک یې ترې کاوه، پرته له دې چې کوم هنر لرونکی فعالیت، سیاسي کمال او یا کوم منظم پلان وړاندې کړي.
خو اوس چې مجلسي جامې یې له تن لرې شوې او حقیقت یې څرګند شوی دی، یواځې په ظاهر او غونډو جوړولو سره غواړي یو دروغجن او شوم اتحاد رامنځ ته، یو ګام پورته او یو مثبت کار ترسره کړي. خو هغه څه چې تر دې دمه له دوی څخه لیدل شوي او یا اوریدل شوي، یوازې بې ځایه او پوچې خبرې دي چې د دوی د غوښتنو او خبرو بې ماناوالی او خالي مفاهیم څرګندوي. تر هغه وخته پورې چې موخې او هدفونه د واقعیت په دېوال محکم او مضبوط نه وي ولاړ او تر شا یوه قوي ستراتیژي ونلري، هڅې یې کومه نتیجه نه ورکوي، په دې ډول به دغه ماته او کمزورې ونه هېڅ راز میوه ورنکړي.
که له نن څه پخوانیو وختونو ته ور وګرځو او په هېواد کې یې څو کلن سازمان شوی یووالی وګورو، ټولو یې یواځې د مالي او شخصي ګټو لپاره تړاو درلود، هر یوه یې تر هغه وخته پورې چې خپلې ګټې یې خوندي کولای شوای، بې پروا په دې جعلي پروګرام کې خپله ونډه لوبوله. اوس یې چې له هرې نقشې او لګښتونو څخه لاس لنډ شوی او یواځې د خپلې وړتیا او هوښیارۍ په ښوودلو سره کولی شي د نورو نظر راجلب کړي، په دې کار کې هم ناتوانه او هڅې یې بې پایلې دي.
یو بل دلیل چې د فرار او بې کورۍ په دې موده کې د مخالفینو د پاشلتیا، کمزورتیا او تضاد سبب شوی، د داسې مناسبو افرادو نه شتون دی چې اخلاص، پاک نیتونه، مهارت او تجربه ولري. ټول هغه مخالفین چې د افغانستان د اشغال په وخت کې یې د واک کنټرول په لاس کې و، یا یې د پیسو په زور څوکۍ ترلاسه کړې وې، یا د فشار او زور له لارې ورباندې ناست وو.
هو، داسې کسان هم وو چې د استعداد او وړتیا له مخې ټاکل شوي وو او د حکومت په چوکاټ کې یې ځای پیدا کړی و؛ خو هغه لږ شمېر کسان هم د وخت په تېرېدو او د حکومت د بې نظمۍ، سیاسي شخړو او سترو ملی خیانتونو په لیدلو سره، یا خو یې د حالت د بدلون توان نه درلود، شاته شوي او له خپل پاک او رښتیني سیاسي او اداري دریځ څخه تېر شوي، یا هم د مادي ګټو لپاره د هماغه لوټمارو او چپاولګرو برخه ګرځېدلي وو.
دا ټول حالات ددې لامل شول چې هغه پخواني چارواکي اوس هر یو بې سرو سامان، ګډوډ او له وطنه لیرې، ستړي ستومانه پراته دي، په هر چا او څه پسې لوڅې پښې منډې وهي تر څو لږ تر لږه خپل ظاهري یووالی وساتي. خلک، پوهان او عام ولس ټول پوه شوي چې دغه مخالفین یواځې په رسنیو کې په بړ بړ غږېږي، خو په حقیقت کې هېڅ نه لري او تر اوسه یې هیڅ د پام وړ کار نه دی کړی او نه یې کولای شي.
د بېلګې په توګه کولی شو د دوو مخالفو (مقاومت او متحدې جبهې) ډلو د پاشلتیا او تضاد بیلګې ورکړو، دغه دوې ډلې چې د نسبي شهرت او تقریباً د سیاسي تشکیلاتو درلودونکي دي، اوس نسبتاً په قوت او زوږ سره د سرپرست حکومت په وړاندې د مخالفت ډول وهي او کمزورې نکتې لټوي.
خو دا خلک که څه هم په ظاهري توګه په یوه جبهه کې ولاړ دي او د سرپرست حکومت په ضد دريځ لري، خو بيا یې هم ترمنځ د يووالي او همغږۍ توان نشته. هر يو يې د خپلو شخصي ګټو لپاره خبرې کوي او یو بل ردوي، تر څو بېرته د پخوا په څېر، بل واک ته ونه رسېږي او ټول ميدان يواځې یوه ته پاتې شي.
دا دوه ډلې چې اوس د دښتو پر رېګونو او د درياب پر ځګونو يو له بل سره د يووالي او همغږۍ ژمنې کوي، خو بيا هم نه شي کولای يوې پايلې ته ورسېږي، له دې ډول خلکو څخه څنګه دا تمه کېدای شي چې هېواد او ملت ته به خير ورسوي!؟ که واک ته ورسېږي، دا وران هېواد به ورغوي او په څهره به یې پرېوتي ګردونه پاک کړي!؟
د دې اصلي دلیل باید د هغوی د ستراتیژۍ په نشتوالي، پاشلتیا او د شخصي ګټو په غوښتنو کې، همدا راز اصلي معما د دوی په دوه رنګه او دوه مخي باطن کې ولټول شي.
یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.