د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) پر مراکش د ۸۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۶۰۰ سټنګر الوتکو ضد توغندیو پلور منظور کړی.
د امریکا دفاع وزارت دا خبر تائید کړی، خو د دغې پېر او پلور د نورو جزئیاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې، امریکا په نړۍ کې د وسلو یو له لویو صادراتي هېوادونو څخه دی او عام باور دا دی چې دغه هېواد په لوی لاس د هېوادونو او نیابتي ډلو ترمنځ کشالې د خپل جګړهییز صنعت لپاره اوږدوي.