له هغې وروسته چې اشغالګر ځواکونه له افغانستان څخه وایستل شول او واک د دې خاورې د بچیانو لاس ته ولوېد، له اشغالګرو سره تړلې او پر هغوی متکي کړۍ هم اړ شوې چې د تېښتې لار خپله کړي. دغه کسان چې خپله سیاسي بقا یې همېشه د پردیو په سیوري کې لټولې، یو ځل بیا یې د بهرنیو قدرتونو غېږې ته پناه یووړه او هڅه کوي د تحمیلي او معاملاتي نسخو له لارې واک ته د بیا ستنېدو زمینه برابره کړي؛ هغه نسخې چې په خپل ذات کې د ملي ارزښتونو او د هېواد د حاکمیت پر سر له معاملې پرته بل څه نه دي.
د افغانستان په اړه امریکا د متحده ایالتونو او د هغوی متحدینو د شل کلنې ترخې او لګښت لرونکې تجربې په پام کې نیولو سره، دا ځل د مستقیم تقابل پر ځای د نیابتي وسیلو کارولو ته مخه کړې ده. په دې لړ کې پاکستان د یوه مهم، کلیدي او داسې لوبغاړي په توګه چې په سیمه ییزو لاسوهنو کې اوږده مخینه لري، یو ځل بیا د دې معادلې په محور کې ځای نیولی دی.
د ځینو مخالفو جریانونو په ملاتړ، لارښوونه او مدیریت کې د دې هېواد رول د سیمې د جیوپولیټیکي سیالیو په چوکاټ کې د تحلیل وړ دی.
پاشل شوي او ماتې خوړلي مخالفین چې د ولسي ریښې او سیاسي ظرفیت له کمښت رنځ وړي، اوس هڅه کوي د «بهرنیو نسخو» په وړاندې کولو سره ناامني او بې ثباتي بېرته هېواد ته راولي. دغه نسخې تر ډېره بریده د پردې تر شا غونډو، رسنیزو پروګرامونو او استخباراتي خوځښتونو په بڼه جوړېږي؛ خو اساسي پوښتنه دا ده چې دغه هڅې تر کومه بریده کولی شي د افغانستان میداني واقعیتونه بدل کړي؟
حقیقت دا دی چې د تېرو وختونو د ازمویل شویو نسخو تکرارول، پرته له دې چې د افغانستان اوسني ټولنیز او سیاسي بدلونونه په پام کې ونیول شي، د بریا ډېر چانس نه لري؛ ځکه هغه ډلې او څېرې چې نن له هېواد څخه بهر سره راټولېږي او د پاکستان او امریکا تر څنګ د بیا راتګ لپاره نسخې جوړوي، نه یوازې لازم انسجام نه لري، بلکې له ژورو داخلي اختلافاتو سره هم مخ دي.
د پرځېدلي جمهوریت د ځینو څېرو ترمنځ اختلافات، لکه د میاخېل، فدایي او ننګیال ترمنځ فکري او سیاسي ترینګلتیاوې، دا ښيي چې آن له بهرنیانو سره د تړاو او همکارۍ په لاره کې هم د نظر یووالی نشته، دې درزونو د هغوی عملي ظرفیت تر پخوا ډیر نور هم کمزوری کړی دی.
بل لوري ته د پخواني جمهوریت ځینو مخکښو څېرو هم د دې هڅو پر وړاندې انتقادي دریځ نیولی او هغوی یې له ملي مشروعیت څخه خالي بللې دي. دا موضوع څرګندوي چې حتی د اوسني نظام د مخالفینو ترمنځ هم د «بهرنیو نسخو» په اړه واحده اجماع شتون نه لري.
له بل اړخه د داخلي مزدورانو، د سیمې او له سیمې د ورهاخوا فتنه ګرو قدرتونو د لاسوهنو او د هر هغه چا پر وړاندې چې د افغانستان د بې ثباتۍ او ناامنه کولو فکر لري، د افغانستان د مجاهد او نه ماتېدونکي ولس یووالی او انسجام ښيي چې د افغانستان د دښمنانو هر شوم پلان د دې هېواد د خلکو د ارادې او عزم پر وړاندې ناکامېږي.
هو! په زغرده ویلای شو چې هېڅ دسيسه، طرحه او بهرنۍ نسخه، که څه هم د سیمه ییزو او نړۍوالو قدرتونو ملاتړ هم ورسره مل وي، د افغانستان د میداني واقعیتونو او د دې ملت د ټینګې ارادې پر وړاندې د درېدو توان نه لري؛ بلکې دغه ډول هڅې به نه یوازې کومه پایله ونه لري، بلکې په پای کې به د ماتې او ذلت ټاپه د پلانوونکو او اجرا کوونکو په تندي ولګېږي، یو ځل بیا به دا ثابته کړي چې د افغانستان د ملت اراده د دې خاورې د نهایي برخلیک ټاکونکې ده.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


