Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د مخالفینو دروغجنې ادعاوې او د ولس پر وړاندې یې واقعي څېره
    سیاسي لیکني

    د مخالفینو دروغجنې ادعاوې او د ولس پر وړاندې یې واقعي څېره

    عمران آغاعمران آغا16 اکتوبر 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغان حکومت مخالفې ډلې او په بهر کې مېشتې تش په نامه پخوانۍ سیاسي او نظامي څېرې په دې وروستیو کې د رسنیز حیثیت له بایللو وروسته د یوه سخت فکري بن بست سره مخ شوې دي. دوی د دې پر ځای چې د خپلې خاموشۍ، ناتوانۍ او په کور دننه د ولس له ملاتړ څخه د بې برخې کېدو واقعیتونه ومني، هڅه کوي چې په ټولنیزو رسنیو او رسنیزو پروپاګندونو دا تشه ډکه کړي. د دوی دا کړنې په ښکاره توګه ښيي، چې د ځمکنيو واقعیتونو د منلو پر ځای یې یوازې د دروغو او خیالي نړۍ په پاللو تمرکز کړی دی.

    د مخالفینو د خیالي مبارزې تر ټولو د خندا وړ برخه دا ده، چې کله هم د هېواد په کومه لیرې پرته سیمه یا ښارونو کې د ودونو او خوښیو په ترڅ کې عادي پټاقۍ وچوي، نو د مخالفینو تبلیغاتي دستګاه سمدستي راپاڅي او نه یوازې چې د یوه مهم او ستر برید په توګه یې تبلیغوي، بلکې مسؤلیت یې هم مهاله دوه جبهات مني او په بې شرمۍ سره ادعا کوي چې ګڼ شمېر امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې دي. دا ډول ماشومانه ادعاوې او پروپاګند د دوی د سیاسي او نظامي بلوغ نشتوالی او د دوی د خپلو پلویانو د غولولو هڅې په ډاګه کوي.

    سربېره پر دې، ځینې نورې داسې ډلې هم شته چې د پوځي رژیم تر واکمنۍ لاندې سیمو او یا هم د هېواد په کومه لرې پرته سیمه کې په پټه یا په خورا محدودو شرایطو کې تمثیلې ویډیوګانې جوړوي. هغوی دا جعلي او ډراماتیک کلیپونه د تبلیغاتو لپاره کاروي، حال دا چې هر عاقل او هوښیار انسان پرې پوهېږي چې دا یوازې ډرامې او تمثیلي ویډيوګانې دي. د اکثرو دغو پېښو حقیقت خو یوازې په خیالي اعلامیو او د خبر پاڼو تر کچې محدود پاتې کېږي او په بهر کې د ناستو مشرانو د تېروتنې او دوکې یوه بله بېلګه ده، چې له دې ټولو سره – سره یې بیا هم له تبلیغاتي ویډیوګانو وروسته هماغه د ګوتو په شمار پټ مرکزونه پېژندل شوي او د خپلو کړنو عواقب یې لیدلي دي.

    تر ټولو د افسوس خبره دا ده چې د دغو ډلو استازي او په اصطلاح ویاندویان په خپلو دې ښکاره او پرله پسې دروغو هم نه شرمېږي. دوی د دغو بې بنسټه تبلیغاتو د پر مخ وړلو لپاره د یو شمېر بې صلاحیته نظامیانو له خوا د داسې رتبو څخه هم برخمن کېږي، چې په خپلو جېبونو کې د خیالي جنرالۍ، ډګروالۍ او لوړو رتبو نښانونه ګرځوي. د حیرانتیا خبره خو لا دا ده چې دوی په همدې دروغجنو او جعلي رتبو او په ناسمو تبلیغاتو افتخار هم کوي، چې دا په خپله د دوی د سیاسي او اخلاقي زوال اوج ښيي.

    مګر د دې مخالفینو په وړاندې د هېواد دروند ولس نور د دې وړتیا لري چې د دغو اجیرانو او فتنه ‌ګرو اصلي څېرې او خیانتونه په ښه توګه وپېژني. ولس پوه شوی څوک چې د سولې او ثبات پر ځای د دروغو او خیالي ادعاوو لپاره د هېواد ګټې په خطر کې اچوي، هېڅکله د هېواد او ملت خیر غوښتونکي نه شي کېدای. د ولس دغه پوهه او هوښیارتیا د دې لامل شوې چې د دغو تش په نوم ادعاوو ارزښت صفر ته راښکته شي او خلک نور د دوی په جعلي ډرامو تېر نه وځي.

    په تاریخ کې ثابته شوې ده چې هېڅ کومه ډله یا خوځښت د دروغو، خیالي ادعاوو او رسنیزو اوازو په مرسته هدف ته نه دی رسېدلی، ځکه دغه کړنې یې ښه راتلونکې نه تضمینوي. د افغانستان ولس اوس په بشپړ ډول د سولې، امنيت او پرمختګ پلوی دی او د هر هغه چا پر وړاندې چې د هېواد د آرامۍ د ګډوډولو هڅه کوي، یا د خیالي ادعاوو په کولو سره خپله ناتواني او خاموشي پټوي، همېشه له رسوايۍ او ملامتۍ سره مخ کېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نن جمعې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان او جبهو ترمنځ معامله، داخلي اختلافات او بدګوماني

    12 اکتوبر 2026

    د مقاومت جبهې پرله‌پسې انشعابونه؛ ستونزه په څه کې ده؟

    11 اکتوبر 2026

    د نورستان جګړه؛ چا ګټه وکړه او راتلونکی به یې څنګه وي؟

    6 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 16 اکتوبر 2026

    د مخالفینو دروغجنې ادعاوې او د ولس پر وړاندې یې واقعي څېره

    د افغان حکومت مخالفې ډلې او په بهر کې مېشتې تش په نامه پخوانۍ سیاسي…

    د نن جمعې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    16 اکتوبر 2026

    د نن پنجشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٢٣ مه.#هندوکش‌غږ

    15 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مخالفینو دروغجنې ادعاوې او د ولس پر وړاندې یې واقعي څېره

    16 اکتوبر 2026

    د نن جمعې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    16 اکتوبر 2026

    د نن پنجشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٢٣ مه.#هندوکش‌غږ

    15 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،200 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،142 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،266 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.