Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د مخالفینو په آند، د مخالفو ډلو مشران ولې ناکام دي؟
    لیکني

    د مخالفینو په آند، د مخالفو ډلو مشران ولې ناکام دي؟

    صابر افغانصابر افغان13 نوومبر 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په تېرو څلورو کلونو کې د افغان حکومت د مخالفو خیالي ډلو د مشرانو هڅې او لاسته راړونې، د دوی د ګوتو په شمار پلویانو لپاره د توقعاتو خلاف او پر نشت حساب دي. د ډاکټر عبدالله د پخواني ویاند نجیب بارور په وینا، د افغان حکومت د مخالفینو فعالیتونه یوازې خبرې، تش شعارونه او مجازي غونډې دي، نور هېڅ ډول عملي اقدامات او لاسته راړونې نه لري. همدا وجه ده چې د افغان حکومت د مخالفینو باور پر خپلو مشرانو کم شوی او د هغوی تش په نوم رهبري او وړتیا یې تر پوښتنې لاندې راوستلې ده.

    په تېرو څلورو کلونو کې د مخالفو ډلو د مشرانو فعالیتونه یوازې خبرې او بې عمله ژمنې وې، نه عملي لاسته راړونې. نجیب بارور همدې موضوع ته په خپلو خبرو کې اشاره کړې او وایي، څلور کاله تېر شوه، له خبرو پرته مو له سیاسي رهبرانو نور څه لیدلي یا اورېدلي دي!؟ د دې جملې له مخې ښکاري چې د مخالفو ډلو پلویان د خپلو مشرانو پر وړتیا بې باوره شوي او د دوی پر کړونو کلکه نیوکه لري. د خیالي ډلو مخالف سیاسي مشران ډېر کم ظرفیته او تش په نوم مشران دي، چې خبرې یې یوازې تر مجازي نړۍ پورې محدودې او په عملي ډکر کې هېڅ کوم فعالیت نه لري.

    د افغان حکومت مخالفې ډلې هېڅ ډول همغږي او داخلي ثبات نه لري، دا ډلې یوازې مجازي غونډې دایروي، خو په عملي ډکر کې یې فعالیتونه نشته، آن په همدې مجازي ناستو کې هم ډېری وخت د دوی ترمنځ اختلاف رامنځ ته شوي، چې د نمایشي مشرتوب اعتبار یې د پلویانو په وړاندې هم له منځه تللی دی.

    د افغان حکومت سیاسي مخالفینو یو ځل ملت ته امتحان ورکړی دی او په دې امتحان کې په کامل ډول ناکام شوي دي، یوازې د دوی هغو لږ شمېر پلویانو د دوی ملاتړ کړی، چې د بهرنیو پروژو په تمه شپې سبا کوي، خو اوس یې همدا پلویان د خیالي رهبرانو د بې کفایتۍ او خیالي وعدو پر وړاندې په رسنیو او نورو مجازي ناستو کې شکایت کوي او پرې بې باوره شوي دي؛ د بارور وروستۍ څرګندونې د دې بې باورۍ ښه مثال دی.

    د افغان حکومت د مخالفو ډلو مشران، لکه احمد مسعود او نور چې په بېلابېلو اروپایي هېوادونو کې مستریح ژوند کوي، پخپلو ځینو خبرو یې د بو شمېر بې درکه افغانانو ذهنونه مغشوش کړي دي. همدې مسعود خپلو پلویانو ته یو شمېر تېر ایستونکې وعدې ورکړې وې، چې یوه یې هم په عمل کې ثابته نه کړه، بلکې د هغوی پر سر یې معاملې وکړې او د مادیاتو له کبله یې د خپلو پلویانو پر سر لوبې وکړې.

    دا چې د افغان حکومت مخالفین هېڅ ډول تعهد، مدیریت، لرلید او پلان نه لري، د دې ترڅنګ یې شعارونه او وعدې هم یوازې تر رسینو پورې محدودې دي، همدې کړنو یې د پلویانو په اذهانو کې بېلابېلې پوښتنې پیدا کړې دي، دوی پخپله اقرار کوي چې مشران یې د ځوان نسل غوښتنې او انګېزې نشي مدیریت کولای، له همدې کبله د دوی تر منځ د باور تشه رامنځته شوې او پلویان یې ورځ تر بلې ورڅخه لرې کېږي او ښایي ډېری یې پرېکړه وکړي چې نور له دې خیالي صفونو څخه جلا شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهله پاکستان سره سوداګریز پرېکون؛ چا ته ډېر زیان رسېږي؟
    راتلونکي مقاله افغان‌الاصله پخوانی امریکایي ډيپلوماټ، زلمی خلیلزاد: د پاکستان پارلمان د خپل هېواد پر نیم ژواندې ډیموکراسۍ هم ګوزار وکړ

    مربوطه لیکنې

    د سریع ترور او د مخالفینو د بد برخلیک احتمالي سناریوګانې

    8 جنوري 2026

    د مقاومت ډلې د روڼ سهار دروغجنې وعدې او د بدمرغو ماښامونو واقعیت

    7 جنوري 2026

    د مقاومت ډلې د روڼ سهار دروغجنې وعدې او د بدمرغو ماښامونو واقعیت

    7 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 10 جنوري 2026

    د سوډان جنوبي کردفان ایالت کې سلګونه زره کسان له سختې لوږې سره مخ دي

    عربي رسنیو راپور ورکړی، چې د سوډان په جنوبي کردفان ایالت کې شاوخوا ۳۰۰ زره…

    اروپايي ټولنه د سوریې بیارغونې لپاره ۷۲۲ میلیونه ډالر ځانګړي کوي

    10 جنوري 2026

    د خاد له ماموریت د آلمان تر مېټرو؛ د حنیف اتمر د سیاسي مخینې انتقادي ارزونه

    10 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سوډان جنوبي کردفان ایالت کې سلګونه زره کسان له سختې لوږې سره مخ دي

    10 جنوري 2026

    اروپايي ټولنه د سوریې بیارغونې لپاره ۷۲۲ میلیونه ډالر ځانګړي کوي

    10 جنوري 2026

    د خاد له ماموریت د آلمان تر مېټرو؛ د حنیف اتمر د سیاسي مخینې انتقادي ارزونه

    10 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،049 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.