د افغانستان د احصایې او معلوماتو ادارې د دوشنبې ورځ د سلواغې میاشتې په ۲۳ مه نېټه د مرغومي میاشتې د صادراتو او وارداتو معلومات جمع او تحلیل کړي، چې په کُل کې له هېواد څخه په یاده میاشت کې د ۱۴۹.۹ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي او د ۷۸۵.۴ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات له نورو هېوادونو څخه شوي دي.دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په همدې میاشت کې له افغانستان څخه د صادراتو ارزښت ۱۴۸.۷ میلیونه ډالرو ته رسېده؛ د معلوماتو پر اساس د تیر کال په نسبت د همدې میاشتې په صادراتو کې ۱.۲ میلیونه ډالره زیاتوالی راغلی دی.همدراز افغانستان ته د ۱۴۰۱ کال د مرغومي میاشتې وارداتو ارزښت ۶۸۶.۷ میلیونه ډالرو ته رسېده، چې سږ کال د همدې میاشتې په وارداتو کې ۹۸.۷ میلیونه ډالره زیاتوالی راغلی دی.د احصائې او معلوماتو ملي اداره وایي: “د روان او تېر کال د مرغومي میاشت کې تر ټولو زیات صادرات پاکستان، هندوستان او متحده عربي اماراتو هېوادونو ته ترسره شوي دي. همداراز د تېر ۱۴۰۱ کال په مرغومي میاشت کې تر ټول زیات واردات له پاکستان، چین او ایران هېوادونو او د روان کال د مرغومي میاشت کې بیا هم تر ټولو زیات واردات له ایران، چین او پاکستان هېوادونو څخه افغانستان ته ترسره شوي دي”.افغانستان له نړۍ او سیمې سره د ښوو سوداګریزو اړیکو غوښتونکی هېواد دی او بهرني هېوادونه ورځ تر بلې په سوداګریزو چارو کې لیوالتیا ښیي او راکړه ورکړه کې زیاتوالی راولي، همدا لامل دی چې ورځ تر بلې له نړۍ سره په سوداګریزو اړیکو کې پراخوالی او زیاتوالی راځي، چې د افغانستان په اقتصاد مستقیم اغیز پرېباسي.