Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»غزني کې د اوبو ۳ کوچني بندونه جوړ او گټې اخیستنې ته وسپارل شول
    افغانستان

    غزني کې د اوبو ۳ کوچني بندونه جوړ او گټې اخیستنې ته وسپارل شول

    صابر افغانصابر افغان13 فبروري 2024۱ څرگندون2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د غزني ځايي مسوولین وايي، د غزني ښار د جباروالو سیمې په گډون د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ په خرخشې او احمدي سیمو کې د اوبو ۳ کوچني بندونه جوړ او گټې اخیستنې ته وسپارل شول.د غزني د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ رئیس محمد ادریس حنیف وايي، د اوبو یاد کوچني بندونه د ناروې کمېټې په مالي ملاتړ جوړ شوي، چې هر یو بند یې د ۱۱ زره متره مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري.:« د اوبو دغه کوچني بندونه د ۶.۵ مېلیونه افغانیو په لگښت جوړ شوي. د یادو کوچنیو بندونو په جوړېدو سره به د سیمې د سېلابونو اوبه ذخیره شي، چې په مټ به یې سلگونه جریبه ځمکې خړوبې او د کرنې وړ وگرځي.»د غزني والي محمد امین عمري د یادو بندونو د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د اسلامي امارت د حاکمیت وروسته تر دې مهاله په غزنې کې د اوبو د مهار په موخه د اسلامي امارت، نړیوالو موسسو او عامو خلکو له لوري لسگونه واړه بندونه جوړ شوي او په نورو بندونو هم کار روان دی.: «د افغانستان اسلامي امارت د اوبو مهارت ته ژمن دی او همدا اوس هم د دغه ولایت په هره ولسوالۍ کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري یو، یو کوچنی بند جوړېږي.»د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په پام کې لري چې د هېواد په گوټ گوټ کې واړه د اوبو بندونه جوړ کړي، چې هم خلکو ته د کرنې اوبه برابرې کړې او ورسره د ځمکې لاندې اوبه هم تغذیه کړي.په سږني ژمي کې د نورو کلونو په پرتله سږ کال ورښتونه او واورې بېخي کمې وورېدې، چې له امله یې یو ځل بیا د سختې وچکالۍ خبرداری ورکول کېږي.

    مخکینۍ مقالهد مرغومي په میاشت کې نږدې د ۱۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي
    راتلونکي مقاله شیوای شرق او د هغه زهري دریځ

    مربوطه لیکنې

    افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزارتونو د ګډې کمېټې څلورمه ناسته ترسره کړې

    9 جولای 2026

    د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال: د جبل السراج سمنټو فابریکه د افغانستان د صنعتي پرمختګ مهم ګام دی

    9 جولای 2026

    د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر: د جبل السراج سمنټو پروژه د افغانستان د صنعتي ودې او اقتصادي خپلواکۍ مهم ګام دی

    9 جولای 2026

    ۱ څرگندون

    1. شهیداحمد (شهاب) on 13 فبروري 2024 2:24 PM

      خدای تعالی دي نورهم همداسي کارونه وکړي

      Reply
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 9 جولای 2026

    اسرائیلو د عربي اتحادیې سرمنشي نبيل فهمي رام‌الله ته له سفره منع کړ

    الجزیرې راپور ورکړی، چې اسرائیلو د عربي اتحادیې نوي سرمنشي او د مصر د بهرنیو…

    افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزارتونو د ګډې کمېټې څلورمه ناسته ترسره کړې

    9 جولای 2026

    ترکیه د ایف-۳۵ الوتکو د ترلاسه کولو لپاره د امریکا د بندیزونو لرې کېدو ته هیله‌منه ده

    9 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    اسرائیلو د عربي اتحادیې سرمنشي نبيل فهمي رام‌الله ته له سفره منع کړ

    9 جولای 2026

    افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزارتونو د ګډې کمېټې څلورمه ناسته ترسره کړې

    9 جولای 2026

    ترکیه د ایف-۳۵ الوتکو د ترلاسه کولو لپاره د امریکا د بندیزونو لرې کېدو ته هیله‌منه ده

    9 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،112 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،226 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.