د هغو خلکو لپاره چې ګټې يې په یوه فاسد او فرعوني حکومت پورې تړلې وي، د حق او حقیقت خبره کول، د عدالت پلي کول او انصاف رعایتول نه تنها ستونزمن، بلکې ناشونی وي؛ ځکه د حق غوښتنې هر یو کوچنی غږ د دوی د ګټو د له منځه تلو نښه ګڼل کېږي.
د جمهوریت پر مهال ډېرو خلکو په دې ډول ځانونه څرګند کړل او د خپلو ګټو او مصالحو د ساتنې یا تأمین لپاره یې د جمهوریت غوښتونکو (د اشغالګرو له پلویانو) سره لاس یو کړ او په عملي او ژبني توګه یې د ملت د ټولو بدبختیو د عاملینو او مسببو کسانو ملاتړ وکړ. دغه کسان د خپلو شخصي ګټو د ساتنې تر څنګ، په خپله هم د حق خوړلو او وطن پلورنې کندې ته ولوېدل او د ملت د سرنوشت په تباهۍ او د هېواد په ورانۍ کې یې لویه ونډه واخیسته.
تر هغه وخته چې د جمهوریت بنسټونه قوي او د واک ماڼۍ یې لوړه وه، دغو خلکو په هېڅ پوسټ او مقام کې د حق خبره، د ملي ګټو په ملاتړ او د ملت د راتلونکي په تضمین کې غږ پورته نه کړ او دې بحثونو ته داخل نشول؛ وېره یې درلوده چې مصالح او ګټې یې زیانمنې نه شي.
نن ورځ د اشغالپلوي جمهوري رژیم په پرځېدلو او د شرعي، ملت پاله او وطندوست حکومت په واک ته راتګ سره، د جمهوریت د عاملینو ټولې تورې او مجرمانه دوسیې ملت ته افشا او څرګندې شوې او حقیقت په ډاګه شو. نور هېڅ شک او شبهه پاتې نه ده چې د پرځېدلي جمهوریت هر یو چارواکي د حکومتوالۍ فرصت، د سوداګرۍ لپاره یو دوکان ګرځولی و او د هېواد د عمومي ګټو په حراجولو سره د سرو او سپینو زرو په را ټولولو بوخت وو.
خو اوس همدا تښتېدلي، مخالف او له شخصي ګټو محرومې طبقې د اوسني حکومت د روښانه هندارې د بدرنګ ښودلو په لټه کې دي، په هره پلمه او باطلو دسیسو غواړي چې اعتبار یې کم کړي؛ بې خبره له دې چې د دې حکومت د حق په جانبوالی، د کړنو سموالی، خدمتګاري او د چارو روڼتیا ملت ته روښانه او واضحه ده او هېڅوک ادعا نشي کولای چې د دوسیې صندوق یې زیانمن او مات شوی دی؛ البته یوازې له هغو تښتېدلو پرته چې هر څه ته لاس اچوي، ترڅو یو سیوری ومومي، ګوته ورته ونیسي او د پام را جلبولو لپاره فرصت ومومي.
فضل احمد معنوي، د جمهوریت د دورې د عدلیې وزیر او د مقاومت جبهې غړي، په دې وروستیو کې افغان حکومت تورن کړی چې په هېواد کې ظلم، تعصب او تفرقه خپروي او د شریعت په نوم یې پلي کوي. څومره د حیرانتیا او تعجب ځای دی چې دا ډول خبرې د هغو خلکو له خولې راوځي چې په خپله د همدې فجایعو عاملین وو، عمرونه یې تر همدې بیرغ تر قیام لاندې تېر کړل او له هر څه ډېر یې د قوم په نوم، د تعصب په مارکېټ کې خپل ملت د مرګ خولې ته ورکاوه او بې شمیره کورنۍ یې غمجنې کړې. اوس هم همدا کسان، د خپلو شتمنیو د مصادره کېدو له امله، په بې معنی خبرو بوخت دي؛ هغه شتمنۍ چې د ملت له حقونو راټولې شوې وې او د ځانګړو کسانو په جیبونو کې پرتې وې.
هغه اقدام چې د افغانستان اوسني حکومت د واک په لومړیو ورځو کې ترسره کړ، د ټولو هغو شتمنیو، ملکیتونو او جايدادونو بیرته راګرځول وو چې چارواکو او زورواکو د ملت له ملي حق څخه د ځان لپاره راټول کړي وو. خو مخالفې ډلې، دا نېک او د ملت په ګټه اقدام معکوس ښکاره کړی او داسې یې ښیي چې د ملي شتمنیو خپل اصلي ځای ته بیرته راګرځول او د وطن د آبادۍ په لاره کې مصرفول یو ناسم او غلط کار دی.
اوس کوم سالم عقل او پوهه کولی شي د تښتېدلو کسانو دا رسوایي را ټوله کړي او د انصاف او عدالت په سترګو، حقیقت ورته توضیح کړي!؟ کله چې د انسان سترګې حقیقت ونه ویني او تل یوازې خپلې ګټې ګوري، نو له شک پرته چې د ناسمو او بې بنسټه خبرو په ویلو پیل کوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


