Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د معنوي بې‌معنیٰ منطق؛ څوک فرعوني سیاست کوي؟
    تورې څېرې

    د معنوي بې‌معنیٰ منطق؛ څوک فرعوني سیاست کوي؟

    صابر افغانصابر افغان29 دسمبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د هغو خلکو لپاره چې ګټې يې په یوه فاسد او فرعوني حکومت پورې تړلې وي، د حق او حقیقت خبره کول، د عدالت پلي کول او انصاف رعایتول نه تنها ستونزمن، بلکې ناشونی وي؛ ځکه د حق غوښتنې هر یو کوچنی غږ د دوی د ګټو د له منځه تلو نښه ګڼل کېږي.

    د جمهوریت پر مهال ډېرو خلکو په دې ډول ځانونه څرګند کړل او د خپلو ګټو او مصالحو د ساتنې یا تأمین لپاره یې د جمهوریت غوښتونکو (د اشغالګرو له پلویانو) سره لاس یو کړ او په عملي او ژبني توګه یې د ملت د ټولو بدبختیو د عاملینو او مسببو کسانو ملاتړ وکړ. دغه کسان د خپلو شخصي ګټو د ساتنې تر څنګ، په خپله هم د حق خوړلو او وطن پلورنې کندې ته ولوېدل او د ملت د سرنوشت په تباهۍ او د هېواد په ورانۍ کې یې لویه ونډه واخیسته.

    تر هغه وخته چې د جمهوریت بنسټونه قوي او د واک ماڼۍ یې لوړه وه، دغو خلکو په هېڅ پوسټ او مقام کې د حق خبره، د ملي ګټو په ملاتړ او د ملت د راتلونکي په تضمین کې غږ پورته نه کړ او دې بحثونو ته داخل نشول؛ وېره یې درلوده چې مصالح او ګټې یې زیانمنې نه شي.

    نن ورځ د اشغال‌پلوي جمهوري رژیم په پرځېدلو او د شرعي، ملت پاله او وطن‌دوست حکومت په واک ته راتګ سره، د جمهوریت د عاملینو ټولې تورې او مجرمانه دوسیې ملت ته افشا او څرګندې شوې او حقیقت په ډاګه شو. نور هېڅ شک او شبهه پاتې نه ده چې د پرځېدلي جمهوریت هر یو چارواکي د حکومتوالۍ فرصت، د سوداګرۍ لپاره یو دوکان ګرځولی و او د هېواد د عمومي ګټو په حراجولو سره د سرو او سپینو زرو په را ټولولو بوخت وو.

    خو اوس همدا تښتېدلي، مخالف او له شخصي ګټو محرومې طبقې د اوسني حکومت د روښانه هندارې د بدرنګ ښودلو په لټه کې دي، په هره پلمه او باطلو دسیسو غواړي چې اعتبار یې کم کړي؛ بې خبره له دې چې د دې حکومت د حق په‌ جانبوالی، د کړنو سموالی، خدمتګاري او د چارو روڼتیا ملت ته روښانه او واضحه ده او هېڅوک ادعا نشي کولای چې د دوسیې صندوق یې زیانمن او مات شوی دی؛ البته یوازې له هغو تښتېدلو پرته چې هر څه ته لاس اچوي، ترڅو یو سیوری ومومي، ګوته ورته ونیسي او د پام را جلبولو لپاره فرصت ومومي.

    فضل احمد معنوي، د جمهوریت د دورې د عدلیې وزیر او د مقاومت جبهې غړي، په دې وروستیو کې افغان حکومت تورن کړی چې په هېواد کې ظلم، تعصب او تفرقه خپروي او د شریعت په نوم یې پلي کوي. څومره د حیرانتیا او تعجب ځای دی چې دا ډول خبرې د هغو خلکو له خولې راوځي چې په خپله د همدې فجایعو عاملین وو، عمرونه یې تر همدې بیرغ تر قیام لاندې تېر کړل او له هر څه ډېر یې د قوم په نوم، د تعصب په مارکېټ کې خپل ملت د مرګ خولې ته ورکاوه او بې شمیره کورنۍ یې غمجنې کړې. اوس هم همدا کسان، د خپلو شتمنیو د مصادره کېدو له امله، په بې معنی خبرو بوخت دي؛ هغه شتمنۍ چې د ملت له حقونو راټولې شوې وې او د ځانګړو کسانو په جیبونو کې پرتې وې.

    هغه اقدام چې د افغانستان اوسني حکومت د واک په لومړیو ورځو کې ترسره کړ، د ټولو هغو شتمنیو، ملکیتونو او جايدادونو بیرته راګرځول وو چې چارواکو او زورواکو د ملت له ملي حق څخه د ځان لپاره راټول کړي وو. خو مخالفې ډلې، دا نېک او د ملت په ګټه اقدام معکوس ښکاره کړی او داسې یې ښیي چې د ملي شتمنیو خپل اصلي ځای ته بیرته راګرځول او د وطن د آبادۍ په لاره کې مصرفول یو ناسم او غلط کار دی.

    اوس کوم سالم عقل او پوهه کولی شي د تښتېدلو کسانو دا رسوایي را ټوله کړي او د انصاف او عدالت په سترګو، حقیقت ورته توضیح کړي!؟ کله چې د انسان سترګې حقیقت ونه ویني او تل یوازې خپلې ګټې ګوري، نو له شک پرته چې د ناسمو او بې بنسټه خبرو په ویلو پیل کوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ترکیې او اسرائيل ترمنځ په ټولنيزو رسنيو کې لفظي ټکر رامنځه شوی
    راتلونکي مقاله د مسجدالاقصی امام، شیخ عکرمه صبري: د صهیونیستي رژیم له خوا تر مسجدالاقصی لاندې کیندنې په شدت دوام لري

    مربوطه لیکنې

    محمد محقق؛ د پاکستاني ګټو سپین سترګی مبلغ

    9 اپریل 2026

    د وحدت ګوند او مقاومت شوری سیاسي کمېټې مشر، محمد محقق: ګران ورور عاصم منير او ټول پاکستان ته د امريکا او ايران تر منځ د اوربند هڅو د بريا مبارکي وایم

    8 اپریل 2026

    د آی‌ایس‌آی دوه مهرې؛ د مسعود او کوفي د خوږوالي حقیقت

    6 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 20 اپریل 2026

    له سعودي سره د پاکستان امنیتي تړون؛ غدر او د ګاونډیانو په وړاندې ناکامه دسیسه

    د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ، په ۲۰۲۵م کال کې امنیتي او دفاعي هوکړه په…

    خوست کې له پاکستان څخه رالېږدول شوې لسګونه میله وسلې نیول شوي

    19 اپریل 2026

    دفاعي ځواکونو سمنګان کې ناقانونه وسلې او مهمات نیولي

    19 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    له سعودي سره د پاکستان امنیتي تړون؛ غدر او د ګاونډیانو په وړاندې ناکامه دسیسه

    20 اپریل 2026

    خوست کې له پاکستان څخه رالېږدول شوې لسګونه میله وسلې نیول شوي

    19 اپریل 2026

    دفاعي ځواکونو سمنګان کې ناقانونه وسلې او مهمات نیولي

    19 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،144 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،091 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،178 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.