
لیکوال: نعمت میاخېل
د نوروز په تړاو د پاکستاني پوځي رژیم د ولسمشر آصف زرداري وروستی پیغام او له هغه د مقاومت جبهې تود هرکلی، د یوې داسې خطرناکې سیاسي ډرامې پیل دی چې تر کلتوري پوښښ لاندې د افغانستان د راتلونکې په اړه نوې معاملې پالي. که څه هم په ظاهره دغه کلمې تر ډېره د نوروز پر ستاینه ورټولې دي، خو په اصل کې دا د عامو خلکو د احساساتو یرغمل کولو یو استخباراتي تاکتیک دی. د مقاومت جبهې له خوا د هغه رژیم د مشر ستاینه او له پیغام یې تود هرکلی چې د لسیزو راهیسې یې زموږ د هېواد په رګ رګ کې د جګړې او دسیسو زهر شیندلي، نه یوازې سیاسي ناپوهي ده، بلکې له پردیو سره د هغوی د ژورې او مرموزې ملګرتیا پخلی کوي.
د دغو دوو لوریو ترمنځ دا ناڅاپي همغږي په حقیقت کې د یوې «ګډې دسیسې» دویم فصل دی. تاریخ په کراتو ثابته کړې چې کله هم پاکستان د افغانانو پر وضعیت تمثیلي اوښکې تویې کړي، تر شا یې د خپلو دسیسو د تطبیق لپاره د زمینې برابرولو هڅه کړې. په روانو حالاتو کې چې مقاومت ډله د زرداري او پوځي رژیم د بل هر چارواکي د څرګندونو ستاینه کوي، په حقیقت کې غواړي د پوځي رژیم هغو بریدونو ته مشروعیت ورکړي او توجیه یې کړي چې له ډیورنډ کرښې دې غاړې ته یې قربانیان یوازې ملکيان دي.
د زرداري په پیغام کې د افغان حکومت غندنه او د افغان ولس د کړاوونو(!)یادونه د زړه سواندۍ له امله نه، بلکې د خواخوږۍ د یو جعلي تاکتیک له مخې ده، چې غواړي ځان د افغان ولس خواخوږی وښيي. په دې لوبه کې مقاومت ډله هم د پوځي رژیم د «پروپاګند» د یوې پیاوړې وسیلې په توګه کارول کېږي. دوی غواړي د سیاسي، مذهبي، کلتوري او نورو پیوندونو څخه په ګټې اخیستنې، د پاکستان هغه لاسونه له وینو پاک وښيي چې د زرګونو افغانانو په وینو سره دي. هڅه کېږي چې عام افغانان په تدریجي ډول له «پاکستان پالو» دریځونو سره عادي کړي او د دښمن تېری د دوستۍ په نوم وپلوري.
دا یوه داسې پلان شوې دسیسه ده چې غواړي د افغانانو ټول ملي او تاریخي مسایل د ګاونډیو هېوادونو له جیوپولیټیکو ګټو سره وتړي. افغان ولس باید پوه شي چې د هېواد دننه ملي مسایل باید د هغو کړیو له خوا د یوې ډلې د سیاسي ګټو لپاره ونه کارول شي چې په یوه لاس کې د دوستۍ ګلان او په بل لاس کې د هېواد پلورنې په پار قبالې ګرځوي. د پوځي رژیم له ټولو دریځونو د مقاومت ډلې بې قید او شرطه ملاتړ ولس ته دا پیغام ورکوي چې دوی د واک د سراب لپاره آن د هغو اجیرانو په غېږ کې لوېدو ته هم تیار دي چې د افغانستان د ټولو بدبختیو اصلي معماران ګڼل کېږي.
د پوځي رژیم او مقاومت ډلې ترمنځ دا ډول نږدېوالی د سیمې په کچه د نویو استخباراتي معاملو څرک دی. پاکستان غواړي د افغانستان لپاره داسې یو «لاسپوڅی بدیل» وساتي چې په سختو شرایطو کې ترې د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره کار واخلي. مقاومت جبهه اوس په شعوري ډول د دې پروژې په مخکښ صف کې ولاړه ده. دوی په داسې حال کې ځانونه د افغاني کلتور اصلي تطبیق کوونکي معرفي کوي، چې په حقیقت کې د هغې تګلارې نغارې ډنګوي چې د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته په سپکه ګوري او د بهرنۍ مداخلې نوې بڼې ته لار هواروي.
افغان ولس باید د دغو سیاسي ډرامو په وړاندې پوره بیدار اوسي. باید اجازه ورنکړو چې زموږ داخلي مشترکات د پردیو استخباراتي شبکو د لومو قرباني شي. د پاکستان تېر او اوسنی سیاست د افغانستان په وړاندې هیڅکله پر رښتینولۍ نه دی ولاړ. له همدې امله، هره هغه جبهه چې د پاکستان «روڼ آندي» ستايي او د هغوی مداخلو ته مشروعیت ورکوي، باید د یو جدي ګواښ او کړنې یې د تاریخي خیانت په توګه وپېژندل شي. د افغانستان ژغورنه په کورني یووالي او ویښتابه کې ده، نه په هغو پیغامونو په باور کې چې د وطن پلورنې بوی ترې راځي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.

