Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د ملګرو ملتونو تکراري نسخې؛ ولې بندیزونه بې ګټي دي؟
    سیاسي لیکني

    د ملګرو ملتونو تکراري نسخې؛ ولې بندیزونه بې ګټي دي؟

    عمران آغاعمران آغا4 اپریل 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د افغانستان د اوسني حکومت د ۲۲ لوړ پوړو چارواکو د نوملړ تازه کول او پر هغوی د سفر او شتمنیو د کنګل بندیز لګول، په حقیقت کې د یوې داسې زړې نسخې تکرار دی چې په تېرو دوو لسیزو کې یې خپله ناکامي په ځلونو ثابته کړې ده. دا ډول اقدامات چې تر ډېره د سیاسي فشار په موخه ترسره کېږي، کله چې له عیني واقعیتونو سره پرتله شي، نو جوته به شي چې نه یوازې اغېزمن نه دي، بلکې د نړیوالو سازمانونو د بې وسۍ ښکارندویه دي.

    دا بندیزونه په داسې حال کې لګول کېږي چې د اوسني حکومت مشران د تېرو چارواکو برخلاف په بهرنیو هېوادونو کې نه شخصي بانکي حسابونه لري او نه هم کومه بله سرمایه لري. کله چې د یو چا شتمني په هېواد کې دننه او د خپل ولس په منځ کې وي، نو په بهر کې د شتمنیو د کنګل کولو بندیز یوازې یوه تبلیغاتي جنبه خپلوي او په عمل کې د دغو چارواکو پر ژوند او فعالیت هیڅ ډول منفي تأثیر نشي غورځولی.

    د سفرونو په برخه کې هم دا محدودیتونه له منطقي پلوه ځای نه نیسي. د حکومت د لومړۍ درجې مشران او وزیران تر ډېره په داخل کې پر مدیریت او د نظام پر پیاوړتیا بوخت دي او بهرنیو سفرونو ته ډېره اړتیا نه ویني. دوی خپل ټول وخت د هېواد په بیارغونه او امنیت لګوي، نو ځکه د سفر بندیز د دوی لپاره کومه لویه ننګونه نه ده او نه یې هم له خپل کاره منع کولای شي.

    بله مهمه نکته دا ده چې د اوسني نظام د ډیپلوماسۍ ماشین په ډېر مهارت سره له یوې مرجع څخه روان دی. د بهرنیو چارو وزارت له نړۍ سره په دوامداره اړیکه کې دی او ټولې هغه چارې چې په بهرنیو هېوادونو پورې تړلې دي، د همدې وزارت له لارې په سمه توګه مخې ته وړل کېږي. دا په دې معنی ده چې د نورو وزیرانو فزیکي سفرونو ته ډېره جدي اړتیا نه لیدل کېږي او ډیپلوماټیکه خلا په بشپړ ډول ډکه ده.

    د ملګرو ملتونو دا لېست د یوې بلې جالبې نکتې په درلودلو سره هم بې اغیزې دی او هغه دا چې د دویمې درجې مسؤلین او تخنیکي پلاوي په آزاده توګه سفرونه کوي او د پام وړ لاسته راوړنې لري. کله چې تخنیکي کارونه د هغو کسانو له خوا مخې ته وړل کېږي چې په لېست کې داخل نه دي، نو د لومړۍ درجې چارواکو پر نومونو بندیز یوازې سمبولیکه بڼه اخلي، چې د نظام په ورځنیو چارو کې هیڅ سکتګي نه راولي.

    که د ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو بندیزونو کومه ګټه یا تأثیر درلودای، نو په تېرو کلونو کې به یې خپله پایله ورکړې وای. حقیقت دا دی چې دا ډول اقدامات د حل لار نه ده؛ ځکه نه دغه چارواکي په بهر کې سرمایه لري او نه هم د هغوی د کارونو مخه په دې ډول نیول کېدای شي. نړۍ ته پکار ده چې د بندیزونو د ناکامې تجربې پر ځای د رغنده تعامل او واقعیتونو د منلو لاره غوره کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهایران وایي، د پاکستان په کوربه‌توب له امریکایي استازو سره مذاکرات نه‌کوي
    راتلونکي مقاله ايران د امريکا له لوري د ۴۸ ساعته اوربند وړاندیز رد کړی

    مربوطه لیکنې

    د افغان ښځو حقونه؛ د استخباراتي کړیو د سوداګرۍ ابزار

    3 اپریل 2026

    د پاکستان پوځي رژيم له خوا د خپلواکې خاورې د تسخير هڅه

    2 اپریل 2026

    په افغانستان کې د پنځم ستون د جوړولو لپاره د پاکستان ناکامې هڅې

    1 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 4 اپریل 2026

    رياض کې د امريکا پر سفارت د ايران برید تر عام اعلان څو چنده ډیر زيان اړولی

    وال‌ سټريټ ژورنال راپور ورکړی، چې د مارچ په ۳مه په ریاض کې د امریکا…

    بي‌اېل‌اې: په جلا-جلا بریدونو کې یې د پاکستاني پوځ او استخباراتو ۸۶ غړي هلاک کړي

    4 اپریل 2026

    د دفاعي ځواکونو له لوري د خوست-پکتیا لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه

    4 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    رياض کې د امريکا پر سفارت د ايران برید تر عام اعلان څو چنده ډیر زيان اړولی

    4 اپریل 2026

    بي‌اېل‌اې: په جلا-جلا بریدونو کې یې د پاکستاني پوځ او استخباراتو ۸۶ غړي هلاک کړي

    4 اپریل 2026

    د دفاعي ځواکونو له لوري د خوست-پکتیا لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه

    4 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،139 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،088 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،167 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.