د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې په خپل تازه راپور کې پاکستان کې د بشري حقونو وضعيت کړکېچن ښودلی او دغه هېواد یې د افغان کډوالو پر وړاندې د سختو اقداماتو او د بشري حقونو د سرغړونو له امله تر نیوکو لاندې راوستی دی.
راپور وایي، پاکستان د ۲۰۲۳ کال د «ناقانونه بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو پلان» له عملي کېدو وروسته د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه زره افغانان په جبري ډول ایستلي دي.
کمېټې همداراز افشا کړې چې افغان کډوال په پاکستان کې له پراخو فشارونو سره مخ دي، چې پکې د پولیسو ناوړه چلند، باج اخیستنه، چاپې، خپلسري نیونې، وېرول او ګواښونه شامل دي، څو هغوی اړ کړي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.
راپور زیاتوي چې وضعیت یوازې تر کډوالو محدود نه دی، بلکې د پاکستان دننه د بشري حقونو عمومي حالت هم د اندېښنې وړ دی او د مدني فعالانو، خبریالانو او سیاسي مخالفانو پر وړاندې د شکنجې، جبري نیونو، له محاکمې پرته وژنو او په زور لادرکه کولو راپورونه خپاره شوي دي.
د ملګرو ملتونو شکنجې ضد کميټې، د پخواني لومړي وزیر عمران خان، د هغه د مېرمنې بشرا بي بي او یو شمېر فعالانو لکه ادریس خټک، علي وزیر او مهرنګ بلوڅ د نیونو په اړه هم جدي اندېښنې ښودلې دي.
کمېټې له پاکستانه غوښتي چې سمدستي دغه پلان له سره و ارزوي یا یې لغوه کړي، د پولیسو د ناوړه چلند په اړه بشپړې څېړنې وکړي او هغه کسان چې د بشري حقونو په سرغړونو کې ښکېل دي، د قانون منګولو ته وسپاري.
