رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، د اروپايي ټولنې له خوا د سوداګریز تړون د نه عملي کېدو له امله به پر اروپايي موټرو او ټرکونو تعرفه ۲۵ سلنې ته لوړه کړي.

په ورته مهال ټرمپ زياته کړې، چې که اروپايي شرکتونه خپل موټر او ټرکونه د امریکا دننه تولید کړي، نو هېڅ تعرفه به پرې رانه شي.

ټرمپ خپله دا پرېکړه، د کورني تولید د پیاوړتیا او د امریکايي کارګرو د ملاتړ لپاره مهمه بللې ده.

نوموړی زياتوي، چې اوس مهال امریکا کې د موټرو ګڼې فابریکې جوړېږي او په دې برخه کې له ۱۰۰ میلیارد ډالرو زیاته پانګونه شوې، چې دا د دې صنعت په تاریخ کې بې ساری پرمختګ بلل کېږي.

ياده دې وي، چې اروپايي ټولنې تر اوسه د ټرمپ د تعرفې لوړېدو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version