Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د منزوي ډلې او بې ثباته هېواد شریره ملګرتیا
    لیکني

    د منزوي ډلې او بې ثباته هېواد شریره ملګرتیا

    عمران آغاعمران آغا27 نوومبر 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: طارق فرهنګ

    په نړیواله کچه منزوي او شرارت محوره پاکستان او حاکمان یې چې اوس مهال د خپلې بقا په یوې ناپایه او نامعلومه جګړه کې ښکېل دي، هڅه کوي چې د خپل ګاونډ له شریرو ډلو ټپلو سره د شریرې ملګرتیا له لارې د خپلې بقا او واک د دوام مزي ټینګ کړي. پاکستان چې اوس مهال په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه خپل حیثیت بایللی، څوک نه باور پرې کوي او نه ورته په نړیواله کچه او لوړو سټېجونو کې د سیال په سترګه کتل کېږي، نو یې هڅه پیل کړې چې په نړۍ کې ځان ته نوي ملګري او شریکان ومومي.

    پاکستان د اردن له لارې د اسرائیلو سره د اړیکو عادي کولو او اسلامي نړۍ، په ځانګړې توګه فلسطیني ولس او خاورې سره د غدارۍ یوه مرموزه لوبه پیل کړې، چې په بدل کې یې ترې د پیسو او پروژو اخیستلو ته مټې رانغښتي دي؛ د ځينو نورو بدنامو او شریرو ډلو د روزنې او پالنې پروژه یې هم اخیستې، په خپله خاوره کې یې ورته له پټنځایونو پیل، بیا تر روزنتونونو پورې هر څه برابر کړي دي، تر څو سیمه نا‌امنه کړي او اوس په دې لټه کې دي چې څنګه دې پروژو ته نور ملګري او شریکان پیدا کړي.

    د همدې او نورو شریرو موخو لپاره یې د افغانستان د خلکو او جغرافیې له دښمنو عناصرو، په ځانګړې توګه مقاومت ډلې سره د ملګرتیا تارونه پراخ کړي دي، پر رسنیو او نورو سټېجونو کمپاینونه ورته کوي، د دفترونو د ورکړې او ملاتړ ګرمې وعدې ورکوي او آن له نورو هېوادونو یې راغواړي، ترڅو د خپلې شومې پروژې او موخې یوه برخه یې وګرځوي. د مقاومت په نوم سرګردانه او لالهانده افغانستان ضد ډله چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې یې په افغانستان کې د جګړې د پیل په خیال پسې پښې را لوڅې کړي، هېڅ دروازه او ادرس ترې پاتې نه شو چې نه یې وي ټکولی.

    دوی لومړی د خپلو غربي بادارانو دروازې وټکولې، خو هغوی ورسره هېڅ ونه شو کړای، بیا یې نړیوالو جرمي شبکو او ډلو ټپلو ته مخه کړه، په دې کې هم ناکام شول، بیا یې د موساد او نورو دروازې وټکولې، هلته یې هم لاس ته څه ورنغلل، دا ده اوس یې ځانونه د پاکستان او آی‌ایس‌آی غېږې ته ور اچولي او فکر کوي چې له دې دروازې به یو څه ترلاسه کړي، خو د دوی لپاره د آی‌ایس‌آی دا لوبه ډېره خطرناکه ده، دوی له ایران او تاجکستانه را غواړي او په خپل هېواد کې ورته پناه ‌ځایونه او دفترونه ورکوي.

    پاکستان هڅه کوي، مقاومت ډله د نورو نیابتي ډلو په څېر ولوبوي، بیا سیمه او هم نړۍ پرې وګواښي، هغوی چې په دې لوبه پوه شوي، په چټکۍ سره یې مقاومت ډله له خپلو خاورو وشړله او په بدل کې یې د افغانستان له اوسني حکومت سره د اړیکو پراختیا او جوړېدو ته ترجیح ورکړې، ځکه دوی ته نه د پاکستان سیاست او نه هم مقاومت ډله د باور وړ دي. د پاکستان او مقاومت خیالي ډلې دا نوې او شریره ملګرتیا که جدي ونه نیول شي، د وخت په تېرېدو به د نورو نیابتي ډلو په څېر سیمه وګواښي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالههانګ‌کانګ کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۵۵ تنو ته لوړ شوی
    راتلونکي مقاله د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر: د افغانستان دښمنان دې نور زموږ حوصلې نه ازمایي

    مربوطه لیکنې

    پاکستان او مجازي مقاومت؛ له تشو ادعاوو تر ښکاره ګواښونو

    1 دسمبر 2025

    شريکه اجنډا؛ د پاکستاني پوځ ړندې بمبارۍ او د مقاومت جبهې چوپتيا

    28 نوومبر 2025

    د پاکستان او مقاومت ډلې ترمنځ د اړیکو نوی باب

    27 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 1 دسمبر 2025

    اسلام‌اباد کې د دوو میاشتو په مخه د خلکو پر راټولېدنو بندیز ولګېد

    ‏د پاکستان پوځي رژیم تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په…

    سبا ورځ خوست کې په يوه قاتل د قصاص حکم پلی کېږي

    1 دسمبر 2025

    پاکستاني طالبانو کورمه کې د پولیسو یو مرکز له منځه وړی او لسګونه میله وسلې یې نیولي

    1 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    اسلام‌اباد کې د دوو میاشتو په مخه د خلکو پر راټولېدنو بندیز ولګېد

    1 دسمبر 2025

    سبا ورځ خوست کې په يوه قاتل د قصاص حکم پلی کېږي

    1 دسمبر 2025

    پاکستاني طالبانو کورمه کې د پولیسو یو مرکز له منځه وړی او لسګونه میله وسلې یې نیولي

    1 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،088 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،031 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،082 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.